پاکستان په ترهګرو روزولو سره په افغانستان کې جنګ ته لمن وهي, صلاح الدين ربانی

دافغانستان خارجه وزیر صلاح الدین ربانی  بیګا  دملګروملتو په امنیت شورا کې  په یوې ناستې کې پخپلې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره وئیلی دی ، پآکستان نیّت لری ،  په افغانستان کې د ترهه ګرو ډلو  په روزلو اورلیږدولو سره  ، په دغه هیواد کې  ناکراریو او دجنګ دوام  ته لمن ووهی .

 هغه  وئیلی ،    دترهه ګرۍ جرړې   دافغانستان  بهر او په کرارو  پټنځایونو کې دی .  ربانی دغه راز ټینګار کړی ،  دکابل  چارواکی  له اسلام  اباد سره  دمشکلاتو دحل کولو  هڅه کوی ،خو   دپآکستان حکومت تراوسه پورې   افغانستان ته سم ځواب نه دی ورکړی .

  د دپاکستان  دحکومت په ضد دافغانستان دخارجه وزیر  څرګندونو ې په داسې حال کې دی  چې  له دې مخکې  داسلام اباد چارواکو ټینګار کړی ، دغه هیواد   له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې  ښې بریاوې درلودلی  او  د دغه یواد پوځ توانیدلی  په تیره  بیا  د دواړو هیوادونو په پوله ایزو  سیمو کې دترهه ګرو ډلو   ډیر مرکزونه او پټنځایونه  تباه کړی .

 دپاکستان او افغانستان اړیکې  په همداوروستیو څو کلونو کې   له اختلافاتو او  ترینګلتیاؤ سره مخ دی، البته  سرحدی  اختلافاتو او  له ترهه ګرۍ  په ملاتړ دیوه بل تورنولو  د دواړو هیوادونو  ترمینځ    تاؤتریخوالی نوره هم زیات کړی .

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.