پاکستان کې د شیعه ګانو وژنې په لال جمات کې پلان کیږي، شيعه مشران

سلام اباد کې د لال مسجد په نوم یو جمات چې د ترهګر ډلو مرکز دی او په هیواد کې د شیعه مسلمانانو په مرګونو کې لاس لري تیره ورځ د پاکستان حکومت لخوا د هغوي په یو تنظیم شهدا فاونډیشن بندیز ولګوه او د هغوي ټول فعالیتونه یې بندیز اعلان کړ

د اسلام اباد حکومت په خپل یو بیان کې ويلي وو چې په لال جماعت کې څه رقم چلندونه وشي د حکومات لخوا به د جدی ګواه سره مخ شي

لس کاله مخکې د پاکستان فوځ لخوا په عملیاتو کې په دغه جمات کې یو شمیر خلک وژل وي وو، چې د حکومت د وینا تر مخه ترهګر وو او د حکومت سره یې جنګ کولو

دغه جومات په ۱۹۶۵ کښې جوړ شو او په پاکستان کښې د بنیادپرستۍ او تندو افکارو د خپرولو یو ډېر مهم مرکز ګڼل کیږی

د لال جماعت امام عبدالرشید په اړه ویل کیږي چې پاکستان کې د داعش ډلې سره اړیکې لري خو حکومت پرې تروسه لاس ندی اچولی خو کلک نظر پرې لرل کیږي

په پاکستان کې سپاه صحابه ، لشکر جنګوی، جیش محمد ، تحریک طالبان او نور تند لاري ګوندونه سره د اړیکو لرلو په تور د هیواد یو شمیر خلکو د لال جمات ملا تورن کړی

پاکستان کې شیعه مشران په دې نظر دي چې د شیعه ګانو وژنې په لال جمات کې پلان کیږي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.