پل چرخی زندانه ګنړ شمیر بندیان خوشي کیږي

دافغانستان دزندانونو د ادارې مدیر صالح محمد وئیلی دی دولسمشر د فرمان په اساس په تیرو څو ورځو کې دپل چرخی زندان څخه یوسل پنځه شپیته بندیان خوشی شوی او په راتلونکو ورځو کې هم کابو دیرش نور بندیان هم خوشی کیږی

صالح محمد په  وینا،   دغوای دمیاشتې  په اتمه او دنیکمرغه  کوچنی اختر  په مناسبت  داشرف غنی  دبخښنې  فرمان  صادر شوی دی .

 دافغان ولسمشر په بخښنې کې   له بندیانودزیات شمیر کسانو لپاره دمحکومیّت  دکمولو فرمان هم صادر شوی دی .

 د  افغانستان  دزندانونو  دعمومی ادارې  دمشر دڅرګندونو په اساس  په دغه فرمان کې دقتل  په جرمونو ، ترهه ګرو حلو ، او د داخلی  امنیت په ضد دفعالیتونو محکوم شوی کسان  نه شاملیږی .

 د صالح په وینا،  دکابل  پر پل چرخی  زندان سربیره  دولسمشر  دفرمان په اساس  په نوروولایتونو کې هم له بندونو  ځینی نور بندیان هم خوشی شوی دی  .

څه موده مخکې   دزندانونو د  ادارې   او د عمومی ادارو  رابط  محمد قیس فصیحی  په تلویحی توګه وئیلی وو   دافغانستان  دځینو  څارنوالیو او دپولیسو  دمامورانو دبې سوادۍ په دلیل  هم ځینی بې ګناه کسان په زندانونو کې دی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.