پنجابیانو یو ځل بیا د کنړ په خاوره توغندي ورولی دي

پاکستانی پوځیانو د افغانستان د کونړ ولایت په دانګام او ناړی اولسوالیو نوی توغندی توغولی دی.

زمونږ خبریال راپور راکړی دکونړ ولایت دامنیه قوماندانی  ویاند فرید دهقان  نن وویل:   پاکستانی پوځیانو بیگا دډیورنډ کرښی له پوری غاړی (۹۰) توغندی دکونړ ولایت په دانګام او ناړۍ ولسوالۍ راویشتلی دی.  نوموړی وویل: دا توغندی په لری پرتو غریزو سیمو لګیدلی چی تر دا مهاله یی د مرک ژوبلی او مالی زیان په اړه کره معلومات نه دی تر لاسه شوی.

 پر کونړ ولایت دپاکستانی پوځیانو دا تازه راکتی بریدونه داسی مهال شوِی چی څو ورځی وړاندی په ختیزو ولایتونو کی د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دقوماندان جنرال محمد زمان وزیری په مشرۍ دافغان پوځی جنرالانو یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته دسفر پرمهال ترې غوښتی وو چی پر افغانستان  دتوغندیو بریدونه چی زیان یی ملکیانو ته اوړی، ودروی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.