پنجاب د مړو د پاره شل لاکه، د پاړه چنار د شهیدانو د پاره درې لاکا روپۍ ورکولو اعلان

پاکستان د بهاولپور په سیمه کې تیره ورځ د تیلو د ټنکر په پېښه کا ۱۵۷ کسان وژل شوي او دا دوه سوه ډېر ژوبل شوي

د پاکستان وزیراعظم د پنجاب اعلې وزیر د پېښې روسته هسپتال ته رسیدلي او د مړو او ټپیانو د کورنیو سره یې غمرازی کړې ده په دغه موقع یې په پېښه کې د مړه شوو خلکو د پاره شل شل لاکها او د ټپي شوې کسانو د پاره لس لاکها روپئ اعلان کړې

د بهاولپور د پېښې دوه ورځې مخکې په کویټه او پاړه چنار کې هم د ترهګرو په پېښو کې یو شمیر خلک وژل شوي خو نه تروسه د هغوي پښتنې ته نه وزیر اعظم ورغلی نه اعلې وزیر او په دغه پېښو کې د وژل شوی خلکو د پاره د درې درې لاکا روپئ ورکولو اعلان کړی

په یو هیواد کې انسانانو ترمینځه داسې ښکاره توپیر په سوشل میډیا د یو شمیر خلکو قهر رپارولی

په سوشل میډیا شاه خالد محمود په نوم یو فعال لیکلي چې په یو هیواد کې انسانانو ترمینځه دومره توپیر کول زیاتۍ دی، د کویټه او پاړه چنار خلک د روان ترهګرۍ جنګ قربانیانې دي او د بهاولپور خلک بیا د تیلو ټولو کې مړه دي چې د دوه جلا زوایې لري خو بیا هم پیسې د یو انسانی ژوند قیمت نشي کیدای یوه ټوکه کیدای شي

فلک زیب خان په نوم یو بل فعال کس لیکلي د بهاولپور او د کوټه پاړه چنار پېښو په اړه حکومتی او د رسنیو چلند د افسوس وړ دی، ټول انسانان وژل شوي خو د پاړه چنار او کوټې پېښو په اړه سترګې پټول
د یو قام سره ظلم دی

د روشنی په نوم یوې فیسو بوکی پاڼې لیکلی مونږ د هغه خلکو څخه یو چې کله زمونږ نه د زرګونو میله لرې سوریا عراق او فلسطین کې کومه پېښه وشی پرضد یې په سړکونو رواځو خو چې کله مو د خپلو شهیدانو خبره راشی ځان غلی کړو

د یادونې وړ ده چې د پاړه چنار د پېښې روسته تروسه د پاړه چنار خلک د اختر په ورځ هم سړکونو احتجاج ته ناست دي او پولیسو ترې په ډزو کې کسان هم   وژلي خو د پاکستان میډیا نه د احتجاج په اړه کوم خبر ورکوي نه په ډزو کې د وژل شو کسانو په اړه

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.