پنس: امریکا سل په سلو کي د جاپان سره ولاړه ده

د امریکا مرستیال ولسمشر جاپان ته ډاډ ورکړی، چي واشنګټن به د خپلو اسیايي متحدينو سره یو ځای د اټمي وسلو څخه د کوریا د ټاپوزمي د پاکولو لپاره ګامونه واخلي.

مایک پینس په توکیو کي د جاپان د لومړي وزير شینزو ابې سره د کتني پر مهال دغه راز وویل، واشنګټن د ازمون په دې وخت کي، چي د جاپان دسمندر له هاغاړي پاروني کېږي، د دې هېواد د خلکو ستاینه کوي.

د مایک پینس په وینا امریکا سل په سلو کي د جاپان سره ولاړه ده.

نوموړي وویل مذاکرات فقط د مذاکراتو لپاره بې ارزښته وي او زموږ لپاره اړینه ده، چي فشار راوړو.

شمالي کوریا سره له دې، چي د ملګرو ملتونو بندیزونو سره مخ ده او نړیواله ټولنه يې د اټمي پروګرام مخالفه ده، بياهم په دې وروستیو کي د توغندیو او اټمي وسلو ازمیښتونو ته زور ورکړی دئ.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.