پنډئ: ټريفکی پېښه کې څوارلس کسان وژل شوي

پنډۍ کښې په موټروی د مسافرو فلائنګ کوچ د ټریلې سره جنګیدلي چې پکښې څلور ماشومانو په شمول څوارلس کسان مړه او درې ژوبل شوي دي. د موټروی پولیس ترجمان وینا ده چې فلائنګ کوچ د جهنګ سیمې نه پنډۍ ته روان وو او چکري انټرچینج سره نزدې ټریلې سره جنګیدو نه پس پکښې سلنډرې چاؤدیدو سره اوور لګیدلی. ترجمان زیاتوي چې مړه شوؤ کښې صرف د فلائنګ کوچ د ډرائيور پيژنګلو شوې ولې نور ټول ډیر سوزیدو له وجې د شناخت قابل نه دي او ډي این ای ټیسټ به ئي کولی شي. پيښې نه پس ټول مړي او زخمیان د اسلام آباد پمز هسپتال ته وړلی شوي چرته نه چې دوه زنانه مرګوني حالت کښې د پنډۍ فوځي هسپتال ته منتقل کړی شوي دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.