په افغانستان کې د فډرالیزم مفکوره

زموږ ګران او ویاړلی هیواد افغانستان د ټولو میشته قومونو ګډ کور دی او د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ټولو قومونو که هغه پښتون دی، که تاجیک، هزاره دی، که اوزبیک، ترکمن دی، که بلوڅ، نورستانی دی، که پشه اي، ایماق دی، که قرغیز، ګوجر دی، که براهوي دی، که پامیري او ان ددې هیواد هندوانو او سکهانو هم ددې خاورې په برخلیک کې مهمه اوستره ونډه درلودلې ده او ټولو د ګران افغانستان د دفاع او ساتنې لپاره په ګډه سره هلې ځلې کړي دي او اوس یې هم کوي. باید وویل شي چې د افغانستان ټولو میشته قومونو د تاریخ په اوږدو کې په دې هیواد کې په ورورګلوۍ کې سره ژوند کړی دی او په یووالي او د متقابل درناوي په ستره روحیه په خپل هیواد ګران افغانستان کې سره ګډ اوسیدلي دي او د یو بل په غم او ښادۍ کې سره شریک پاتې شوي دي. له بده مرغه په افغانستان کې دا یو شمیر محدود کسان چې یا هم پردي پالي دي او یا هم ددې هیواد د ملي یووالي او وحدت دښمنان دي چې کله نا کله په ډیرې بې شرمۍ سره وایې چې موږ افغانان نه یو, افغانستانیان یو، موږ په دې هیواد کې فډرالي سیسټم غواړو، موږ د افغانستان د نامه نه کرکه لرو او موږ خراسان بزرګ جوړوو او یا هم وايې چې موږ د پښتنو تر ستم لاندې یو او دا شان ته نورې اوتې بوتې.

څوک دستر خراسان د جوړیدو خوبونه ویني، څوک ستر هزارستان غواړي او څوک هم د ستر ترکستان جوړیدل غواړي او غواړي چې د افغانانو په دې ګډ کور کې نور کورګکي جوړ کړي.

د فدرالیزم مفکوره په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د بهرنیو هیوادونو او هغه هم د ایران او هم زموږ د ګران هیواد افغانستان د دښمنانو په اشارې او لمسونې د شپییتمو کلونو په دویمه نیمایی کې رامینځته شوه کله چې د افغانستان د خلک په ډیموکراټیک ګوند کې انشعاب رامینځ ته شو او ددغه ګوند د مرکزي کومیټې یو لوړ پوړی غړی طاهر بدخشي دغه ګوند پریښود او د ستم ملي په نامه یو ګوند یې چې یو سیکټاریستي او په یوې ځانګړې سیمې پورې محدود یو ګوند و جوړ کړ او هم یې د خپل ګوند اووه نیزه راوکښله چې د هغې نوم یې هم ستم ملي کیښود او په هغه کې یې د پښتنو پر خلاف لیکنې کولې چې ګواکې پښتانه پر لږه کیو ظلمونه کوي.

کله چې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې روسانو پر افغانستان تیری او یرغل وکړ او افغانستان یې ونیوه نو روسانو هم د پښتنو سیمې چې د ډیورنډ د کرښې پورې نښتې سیمې وې؛ په نښه کړې وي ځکه روسانو ددوی پر خلاف جګړه کې پښتانه خپل اصلي دښمنان ګڼل. بله دا چې روسانو غوښتل چې د پښتنو د کمزوري کولو لپار د یوه بل زاړه تاکتیک نه چې هغه انګریزي کلونیالیزم په اتلسمې او نولسمې پیړۍ کې د هند د ولسونو او د افغانستان د قومونو د کمزورتیا لپاره کاراوه او هغه د (تفرقه واچوه او حکومت وکړه) پالیسي او سیاست نه کار واخلي.

روسانو په افغانستان کې د خپل یرغل او تیري وروسته د پښتنو د کمزوری کولو لپاره همدا پالیسي او سیاست غوره کړ. روسانو پښتنو ته اهمیت ورنکړ او دوی یې له پامه وغورځول. دوی پر لږه کیو تکیه وکړه او دوی ته یې د پښتنو د ستر اکثریت په وړاندې ډیر امتیازونه ورکړل او ددوی دغه پالیسي تر ډیره حده بریالۍ او کامیابه هم شوه. دوی د افغانستان لږه کیو ته د ملیتونو وزارت جوړ کړ او ددوی په وخت کې شمال زون جوړ شو چې مرکز یې د مزار ښار و او دا په عملي توګه د روسانو له خوا د افغانستان د تجزیې لومړنی ګام شمیرل کیده.

روسانو د پښتنو د ټکولو لپاره ددوی سیمې ورانې ویجاړې کړې او ددغه کار دعملي کولو لپاره يې د دوستم او ګلم جم اجیرې ملیشې جوړې او هغه یې په پیاوړي جګړه ایز ځواک بدلې کړلې او دوی یې د پښتنو سیمو ته ولیږلې او پښتانه یې پرې ووژل، وټکول او ددوی کور ونه یې پرې وران، ویجاړ، لوټ او وسوځول چې ښه بیلګه یې په کندهار، لوګر،.پغمان او پکتیا کې د دوستم او دده د ملیشو جنایتونه او وحشتونه وو چې پښتانه یې په بیرحمۍ سره پرې وټکول. همداراز روسانو د خپل تیري له لومړۍ ورځې نه په افغانستان کې پښتون دښمنه پالیسي درلودله او روسي مشاورینو او سلاکارانو پښتنو ته فاشیستان ویل او روسانو او په کابل کې ددوی لاسپوڅي روس پلوه دولت هم د پښتنو نه ژوره کرکه کوله. په تیره بیا ددوی د مرکزي کمیتي غړو او لوړ پوړو چارواکو سلطان علی کشتمند، فرید مزدک، نجم الدین کاویانی، جنرال نبي عظیمي او په سلګونو نورو پښتون ضد عناصرو د پښتنو پر خلاف عملی کارونه سر ته رسول او د روسانو سره یې په ګډه د افغانستان د پښتنو د بربادۍ منصوبې او پلانونه یې جوړول.

د ډاکټر نجیب الله د رژیم تر نسکوریدو وروسته چې ځواک د ربانی جمعیت او د مسعود نظار شورا او د شمال ټلوالې ته ورسید نو دوی په ښکاره ډول پښتانه تخریبول او ددوی واکونه او صلاحیتونه یې محدود کړل او د دولتي او پوځي ځواک انحصار یوې محدودې سیمې پنجشیر ته لاړ. دوی هم پښتنو ته د فاشیستانو او بې فرهنګه خطاب کاوه او په خپلو غونډو کې یې چې ویډیو ګانې او کسیټونه یې همدا اوس هم د سند په توګه د خلکو سره شته پر پښتنو ملنډې وهلې او د پښتنو ملي مشرانو لکه احمدشاه بابا او میرویس نیکه او امیر امان الله خان ته یې سپکې او توهین آمیزه کلمې کارولې او ان په هر ځای کې يې د افغانستان د کلمې سره یې خپل حساسیت ښوده او ویل به یې چې موږ د پښتنو ۲۵۰ کلن ځواک له مینځه یووړ.

د طالبانو تر سقوط وروسته چې د بن په امریکایی کنفرانس کې ځواک بیا د شمال ټلوالې ته ورسید او ډیر حساس او کلیدي پوستونه او وزارتونو دوی ته ورسیدل. دا ځل شمالي ټلوالې د هغې عقدې له کبله چې د خپلو رقیبو طالبانو سره یې درلوده ټولو پښتنو پر خلاف یې پراخه تبلیغات پیل کړل. دوی د هیواد په شمال کې پر پښتنو بده ورځ راوسته، ددوی کورونه یې چور او لوټ کړل، دوی یې ووژل او ددوی په ځمکو او جایدادونو یې خپله قبضه او ولکه ټينګه کړه. ددوی بهرني ملاتړو هم هماغه د انګریزانو او روسانو زړه پالیسي تعقیب کړه او دوی هم په پښتنو پسې راواخیسته او د پښتنو په ټکولو کې يې هیڅ دول صرفه ونکړه چې دا پالیسي اوس هم ادامه لري او روانه ده. دوی به چې هر پښتون ولید چې ږیرور دی او پګړۍ یې پر سر ده نو سمدلاسه به یې د ټروریسټ او القاعده ټاپه پرې لګوله او د باګرام او څرخي پله او یا هم د ګوانتامو جیلونو ته به یې ورټیله کول او یا به یې هم د ائتلاف ځواکونو ته په لاس کې ورکول او په دې ډول یې پښتانه بدنامول چې دوی ټول تروریستان او ترهګر دي او دالقاعدې د ترهګر او تروریستي سازمان سره نږدې اړیکې لري او ان په ډیرو وزارتونو کې پښتانه له دندو ګوښه کړل شول او یا هم په اجباري ډول تقاعد ته سوق کړل شول. همداراز دهغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر عبدالله چې اوس اوس د اجرائیه شورا مشر دی په سلګونو پښتانه کار کوونکي ددغه وزارت نه لیرې کړل او دخپلې سیمې ناپوهه، غیر مجربه او بې سواده کسان یې د افغانستان په ډیپلوماتیکو حساسو پوستونو وګومارل چې همدا اوس هم دغه وزارت د یوې سیمې پورې تړلی وزارت دی. همداراز د افغانستان د ملي دفاع په وزارت او د کورنیو چارو په وزارت کې د پښتنوسره د مور او میرې سلوک او چلند وشو او ډیر پښتانه یې د دندو نه لیرې کړل.

لکه چې دمخه وویل شول چې د فدرالیزم د مفکورې پیروان یو شمیر متعصبین او ستمیان او په اوسني وخت کې د هیواد په دننه کې د طاهر بدخشي ځای ناستی لطیف پدرام او د ایران نور ګوډاګیان او تالي څټي دي او په بهر کې هم په یو شمیر نور تجزیه غوښتونکي لکه ډاکټر لعلزاد او ډاکټر بصیر کامجو دي چې په دې هیواد کې د پښتنو شتون نه شي زغملی او د پښتنو خلاف اوتو بوتو ته یې زور ورکړی دی. دوی د افغانستان او افغان د کلمې سره هم حساسیت ښيي او ځانونه افغانان نه بولي، بلکې افغانستانیان یې بولي چې ددوی لیکنې به تاسو د پښتنو ضد ویب پاڼو خاوران، کابل پرس، مقاومت، سرنوشت، آریایی او آزمون ملي کې هم لوستلي وي. لطیف پدرام خو د افغانستان ملي اتل اعلیحضرت امان الله خان ته هم سپکې سپورې وکړې او دوی هر وخت په خپلو لیکنو پښتنو ته سپکې سپورې لیکي. دوی د پښتنو فرهنګ ته د کیږدیو او اوښانو فرهنګ وایې او دوی وحشیان او بې فرهنګه بولي. همداراز دوی پښتانه آریائیان نه بلکې یهودان او بني اسرائیل بولي او دا هغه مردوده نظریه ده چې د بهرنیو او کورنیو ژبپوهانو او توکم پیژندونکو له خوا په علمي دلایلو سره رد شوې ده.

دغه متعصبین او ستمیان وایې موږ د افغانستان کلمه هم نه منو او زموږ ملي هویت خراسان دی.

ما له یوه ستمي نه پوښتنه وکړه ته چې د افغانستان پر ځای ددې هیواد نوم بدلول غواړي نو هغه به کوم نوم وی؟!

ده راته په ځواب کې وویل: چې خراسان بزرګ یا ستر خراسان.

ما ورنه پوښتنه وکړه چې دغه نوم خو د منځنیو پیړیو نوم دی او کولای شی چې د خراسان حدود او ثغور راوپیژني، خو له بده مرغه خراسان هم ورته معلوم نه و او په خراسان کې شامل ښارونه او حدود او ثغور هم ورته معلوم نه ول.

ما ورته وویل نو دا څنګه خراسان غواړي چې نه پوهیږې چې حدود او ثغور او اړونده ښارونه یې کوم ول؟ او بیا خو د منځنیو پیړیو خراسان ښارونه خو اوس په اوسني ایران، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان کې مدغم شوي دي! نو دغه هیوادونه به څنګه په دې سلا شي او درسره به موافقه وکړي چې ته لوی خراسان جوړ کړې؟

آیا هغوي به تا ته دغه ښارونه درکړي چې ته پکې لوی خراسان جوړکړې؟.

خو هغه ماته قانع کوونکی ځواب رانه شو کړلای او چپه خوله پاتې شو.

همداراز دغه متعصبین وایې چې موږ فډرالي نظام غواړو او افغانستان دې په څو زونونو او برخو وویشل شی او مرکزي دولت دې کمزوری شي په دې توګه افغانستان چټکه وده او پرمختګ کولای شي او ژر ودانیدلی شي.

د افغانستان د تجزیې او ټوتي کیدو په دغه نظریه کې یو شمیر لویدیزوال هم شامل دي! لکه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی پیترګالبریټ، په هند کې د امریکې متحده ایالتونو پخوانی سفیر رابرټ بلیک، ولدالسی آی ای او ولدالواواک.

خو زما په اند موږ باید دپخوانۍ یوګوسلاویانه چې هغه هم یو فدرالي نظام و تجربې واخلو چې په نویمو کلونو تجزیه غوښتونکو د ژبو او توکم پر بنسټ واحده او یو موټی يوګوسلاویا پر اوو ټوټو وویشله او تجزیه یې کړله او د اتنیکو ګډوډیو پر بنسټ یې هلته ناتارونه جوړ کړل. فدرالیزم په اوسني شرایطو کې چې په هیواد کې متخاصمې ډلې او جنګسالاران او د جنګي جرمونو جنایتکاران شتون ولري. د افغانستان په څیر یو کوچني هیواد کې يوه خطرناکه تجربه ده او ددې هیواد هیڅ رښتینی بچي به ونه غواړي چې دا هیواد یې د فدرالي نظام په غوره کولو سره تجزیه او ټوټې ټوټې شي.

که دوی وايې فدرالیزم باندې هیواد ودانیږی نو زه به دخپل ګاونډي هیواد پاکستان ورته یو مثال راوړم. پاکستان ډیر کلونه پخوا پر څلورو ایالتونو (صوبو) باندې یو ویشل شوی فدرالی هیواد دی یعنې سند، پنجاب، بلوچستان او پښتونخوا باندې ویشل شوی دی. د پاکستان په فدرالیزم کې سند او پنجاب ښه پرمختګ کړی دی، خو د پښتونخوا او بلوچستان خلک په لوږې، بیکارۍ او غربت کې ژوند کوي. دوی د ژوندانه د لومړیو اړتیاوو نه بې برخې او محرومه دي نو دا زموږ په ګاونډ کې د فدرالیزم ښه بیلګه ده. په دې کې شک نشته فډرالیزم د پرمختللو هیوادونو لپاره چې د خلکو د پوهې کچه لوړه وي کامیابه موډل کیدای شي، خو د افغانستان په څیر هیواد چې څلورو لسیزو جګړو ځپلی دی او اوس هم پکې جګړه روانه ده او لا تر اوسه متخاصمې ډلې او جنګسالاران او د ایران او ځینو نورو هیوادونو جاسوسان او ګوډاګیان شتون لري! د زهرو په څیر دی ځکه په افغانستان کې د فدرالیزم مدعیان او ِغوښتونکي له یوې خوا د افغانستان سره مینه نه لري او په هر وخت کې به دې ته تیار ناست وي چې دا هیواد د خپلو معامله ګریو په نتیجه کې چې ددوی طبیعي خصلت دی ټوټي ټوټي او تجزیه کړي.

د افغانستان خلک اوس په دې پوه شوي دی چې افغانستان یو نه تجزیه کیدونکی هیواد دی. د دې هیواد په هر ولایت او ولسوالۍ کې میشته قومونه یو له بله سره وروڼه دي او د وینو او خپلوۍ اړیکې لري. دوی یوله بل سره خیښۍ کړي دي او یو بل ته یې لوڼه او خویندې ناستې دي نو ځکه نه غواړي چې دا هیواد پر بیلا بیلو ټوټو وویشل شي.

د افغانستان په ویشل کیدو او ټوټي کیدو کې د افغانستان د هیڅ یوه توکم او ملیت ګټه او خیر نشته. نو ځکه په افغانستان کې اوسني شرایط نه د فدرالي سیسټم د رامینځته کیدو لپاره مناسب دی او نه هم د څو تجزیه غوښتونکو نه پرته دغه سیسټم څوک غواړي.

پریږدئ چې د افغانستان د تجزیه کوونکو مخونه تور شي او خپل دا خیرن ارمان له ځانونو سره ګور ته یوسي په پای کې وایم:

څو چې پاتې یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي.

لیکوال : ډاکټر لطیف یاد

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.