په افغانستان کې د هند پراخه رول په پار د امريکه د دفاع وزير هند ته سفر کړی

د امریکی دفاع وزیر،جېمز مټېس، تېره شپه هند ته ورسېد او ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد له چارواکو سره نن خبرې پیل کړی. ځینو هندی رسنیو ویلی چې مټیس به له هنده وغواړی چې افغانستان ته پوځیان واستوی.

که څه هم په دې اړه تراوسه پورې د امریکا حکومت او دفاع وزارت رسماً څه نه دی ویلی، خو هندی رسنیو ویلی چې جیمز مټیس به په افغانستان کې د هند د رول د زیاتیدا غوښتنه وکړی.

تر دې وړاندې د اګست د میاشتې په پای کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال ویلی وو چې امریکا په افغانستان کې د هند د رول د پراختیا غوښتونکې ده.

خو په کابل کې د اجرائیه رئیس ویاندوی مجیب رحیمی رسنیو ته وویل، نه پخوا او نه هم اوس په افغانستان کې د هندی پوځیانو د حضور غوښتنه شوې ده.

ښاغلی رحیمی زیاته کړه:

“په افغانستان کې د هند د پوځی حضور بحث، یا له هندوستانه دا غوښتنه چې افغانستان ته ځواکونه ولیږی، نه پخوا شوې او نه اوس په اجنډا کې شامله ده، افغانستان کافی شمیر پوځیان لری.”

ده په عین حال کې وویل چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر اساس به، افغانستان ته نور ځواکونه راشی چې د افغان امنیتی ځواکونو اړتیاوې به پوره کړی.

هند ته د مټیس سفر د ولسمشر ټرمپ د ادارې د دفاع وزیر لومړنی سفر دی چې په هند کې به درې ورځې تیرې کړی.

هند د افغانستان په بیا رغونه کې مهمه ونډه لرلې ده، تر اوسه پورې دغه هیواد له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې، ۳ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

خو پاکستان تل په افغانستان کې د هند د پوځی رول په وړاندې حساسیت ښوولی دی.

د هند لمړی وزیر هم د تیرې جولای په میاشت کی په واشنګټن کی د امریکی له ؤلس مشر سره وکتل

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.