په بنو کې د ډاکټر نجيب الله د تلين په مناسبت سره غونډه ترسره شوه
د پښتانۀ مترقی لیکوال بنو دسیوري لاندې نن د ګوهر وزیر پۀ دیره کښې د ډاکټر نجیب الله شهید د تلین پۀ مناسبت سره یوه غونډه وشوه.
د غونډې صدارت عبدالناصر مخدوم وکړو
مشر میلمه د ډسټرکټ بار ایسوسی ایشن بنو عمومی منشی بخت نیاز ايډوکیټ وو
او د نظامت چارې عصمت اسیر تر سره کړې.
پۀ دې مو قعه د ډاکټر نجیب الله شهید پۀ ژوند او سیاسي مبارزه او موجوده صورتحال او د پښتانۀ مترقي لیکوال تنظیم پۀ ذمه واریو. کامریډ سلیم، پروفیسر اسحاق وزیر، عمردراز وزیر مشال راډیو، ګوهر وزیر، بخت نیاز ايډوکيټ او عبدالناصر مخدوم بشپړې وینا ګانې وکړې. د ذکر شوو ملګرو نه پرته وحید وطنیار، رضوان رضوی. عرفان عارف، شیرامان الله وزیر، صابرجانی خیل. بیزار وزیر، کلیم الله خان او وړوکي ولسیار خان هم برخه واخیسته.
سور سلام ملګرو، ژوند ژوند ژوند