په دم منتر د کرونا علاج کونکی ” سیک ګورو” خپله د کرونا خوراک شو

د هندوستان په پنجاب ریاست کې د سیکانو په ګولډن ټیمپل کې د سیکانو د مذهبو کتاب وړاندې کونکی ګروګیانی نارمل سنګ تیره ورځ د کرونا وایرس په وجه هلاک شو

د نارمل دعوې وه چې د خاص مذهبی منترونو د لوستلو سره کرونا وایرس مو په څنګ هم نشي تیریدای

د پنجاب ریاست انتظامیه څو ځله د دغه ګرو نه غوښتنه کړې وه چې تر څه مودې خپل مذبی پروګرامونه وځنډوي خو ده نه ورسره منله

ګیانی نرمل سنګ په یو شمیر مذهبی غونډو کې ګډون کړی وو او خپل سیک پیرویانو ته یې وئیلي وو چې کرونا د انګریزانو سازش دی

په تیرو څو ورځو کې نرمل سنګ ته یو شمیر د کرونا ناروغان راوړل شوي چې د پرې د سمیدو د پاره دم منتر کړی وو

درې ورځې مخکې د نرمل سنګ هسپتال ته ویوړل شو چې د کرونا ټیسټ یې مثبت تائید شو، ډاکټرانو د هغه د ژوند د ژغورولو د پاره ډېر هڅې وکړې خو هغه مړ شو

د کرونا هغه مریضان چې ګرو نرمل سنګ دم کړي وو هم مړه شوي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

1 تبصره

  1. shabnam وايي

    تاسو ته دزړه له کومی سلامونه اومنننی
    ډيره له زړه خوشاله شوم چی ستاسوپه پښتو وبسایت می سترګی خوږی شوی تاسوته په دی لاره کی له ویه خدایه کامیابی اوبریاووی غواړم

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.