په زوره د کډوالو ایستل د کابل اسلام آباد اړیکې خرابوي

په کابل کښې د اسلام اباد پخواني سفیر وویل: د پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو ایستل او په مختلفو پلمو د ګډې پولې بندول له افغانستان سره د دغه هیواد اړیکې له چیلنج سره مخامخوي.

 رستم شاه مهمند پرون  وویل: پاکستان دې له داشان اقداماتو ډډه وکړي

دغه پاکستانی  ډیپلماټ زیاته کړه: د قزاقستان په پلازمینه آستانه کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غونډې ترڅنګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف ملاقات د دواړو هیوادونو د موافقې لپاره یوه ښه پیلامه ده.

هغه زیاته کړه: د پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کیدل هراړخیزو خبرواترو ته ضرورت لري او د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ په یوې معمولي کتنې بسنه نه شي کیدلی.

ښاغلي مهمند ټینګار وکړ چې پاکستان له پکار دي له افغانستان سره د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره د دې هیواد په وړاندې په خپلو سیاستونو کښې بیاکتنه وکړي.

هغه وویل: ښه به دا وي چې پاکستان او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ګډې پولې د مدیریت په هکله په خپلو کښې موافقې ته ورسي ګني د دواړو هیوادونو اړیکې به لاخرابې شي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.