په صوابۍ کې د پي ټي ايم روزنغونډې ته د منظور احمد پښتين د وېنا مهم ټکي

– يوه خبره واضحه کوو د نسل پر بنياد موږ کومه امتيازي رويه نه لرو, موږ ځانونه تر چا هم لوړ نه شمېرو خو يوازې دومره وايو چې موږ به څوک کم نه شمېري.
– موږ ته چې خدای کوم څه وسايل راکړي هغه به زموږ وي, چې يې نورو قامونو ته ورکړي هغه به د هغوی وي.
– موږ ته دې وکيلان او علمائې کرام ووايي که موږ غلطه خبره کوو.
– کارونه په تنظيم کېږي. موږ د پښتنو جوړښت غواړو.
بې تنظيمه فتح هم په يوه لوی شکست بدلېږي.
– بې تنظيمه خلک پر خپلو حاصلاتو له يو او بل سره جنګېږي او دومره تاوانونه وکړي چې په شکست کې به يې هم نه وو کړي.
– موږ بايد خپل اصول او خپل اهداف ولرو.
– پښتانه د تنظيم جوړونې يو اوږد تاريخ لري. د پښتني ټولنې قبيلوي جوړښت هم خپل يو ځانګړی تنظيم لري.
– د لښکر نه رواپس کېدل د پښتنو په تاريخ کې ډېر لوی شرم او پېغور وو.
يار مې د جنګ نه را پر شا شو
په بېګانۍ ورکړې خوله پښېمانه يمه
چې جنګ ته ځې بری به راوړې
که بری نه وو ځوانان تل په تورو مرينه
يار مې مورچه کې په ګونډو شو
په تورو خاورو کې يې څه ليدلي دينه
دا ټپې زموږ ښځو کړې دي.
– د پښتون قام قامي تحريکونه د مېړانې, زړورتوب او نورو لوړو انساني قدرونو پېکر وو.
– پېرنګيان راغلل, چې ويې کتل چې دلته خو د پښتنو يو لوی سلطنت پروت دی چې څوک ټک هم نه شي ځنې کولای. پېرنګيان ډېر مکار خلک وو. دوی په دې پوهېدو چې که پښتانه مات نه کړي نو د هند نيمه وچه نه شي نيولای. دوی د پښتنو له ډېرو سختو مزاحمتونو سره مخامخ شول.
– پېرنګيانو دلته د يو مکار سياست زڼی کښېښوو. پښتانه سپېڅلي خلک وو, په دې دروغجن سياست نه پوهېدل.
– پېرنګيانو د پښتنو وطن تقسيم کړ.
– پښتنو کامياب جنګونه وکړل خو د دنيا چې کوم سياست وو په هغه کې کاميابه نه شول.
– پېرنګيانو قام مات کړ بيا صرف قبيلې پاته شوې. مطلب پښتانه بې تنظيمه شول. باچاخان بابا, فقير اېپي او عبدالصمد خان تحريکونه پېل کړل چې په پښتنو کې بېرته تنظيم راولي.
– پښتون قام چې کله يو منظم شکل لرلو نو تاريخ يې هم لرو, د دوی مېړنتوب او زړورتوب سټريم لاين وو او د قام په ګټه تمامېدلای شو.
– د وېټنام غوندې وړوکي ملک چې تنظيم درلود د امريکې غوندې زورور قوت ته يې ماته ورکړه.
– په تنظيم کې ژوند اجتماعي, سوچ او خبرې اجتماعي شي.
– تنظيم ته به د خپل شخصي ژوند قرباني ورکوې. تنظيم د درنو خلکو کار دی, درنښت غواړي.
– د پښتنو په وطن کې يوازې د کردار مالک چلېدای شي.
– موږ به ځانونه د درنو کردارونو خاوندان جوړوو.
– په تنظيمي کار کې به همېشه قربانۍ ته ځانونه تيار ساتو.
– پي ټي ايم زموږ شريکه خبره ده, نه احسان درباندې کوم, نه به يې احسان راباندې کوئ.
– تنقيدونه کوئ خو دومره درته وايم چې پر نور چا تنقيد کوئ په ښو الفاظو کې يې کوئ, پر ما چې څومره سخت تنقيد کوئ, هغومره به راګرانېږئ.
خو تنقيد به پر فورم کوئ, پر فېسبوک نه.

 

متن: د پي ټي ایم د افېشل پاڼې څخه