په غزني کې د مشال په نوم پوځي عملیات پیل شوي دي.

په غزني کې امنیتي چارواکي د د غه ولایت په ځینو سیمو کې له وسله والو څخه د سیمو د خلاصون په موخه د ګډو پوځي عملیاتو پیلیدو خبر ورکوي.

د ملي اردو د دریمې پلې لیوال ویاند حنیف رضايي رسنیو په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي دي چې: د مشال په نوم دغه ګډ پوځي عملیات یې د سویل ختیځ زون د نظامي اورګانونو د قومندانانو د ۳۰۳ تندر قول اردو قومندان برید جنر ال عبدالواسیع میلاد او د ملي اردو د د دریمې لوا قومندان ‎جنرال نظام الدین خنجر په هڅو په دغه ولایت کې پیل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیات یې د چنګاښ په ۲۴ د شنبې په ورځ پیل کړي چې د دغه عملیاتو په چوکاټ کې د کمپاین خالد په برخه کې د ګیرو ولسوالۍ په احد کلي کې درې تنه وسله وال مخالفین وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي، خو امنیتي سرتیرو او ولسي خلګو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

که څه چې په خبرپاڼه کې ددغه عملیاتو سیمې نه دي ښوودل شوې خو ویل شوي دي چې دا عملیات به د دغه ولایت په ځینو ناامنه سیمو کې ترسره سي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.