په غزني کې د پاکستانيانو په ګډون سل طالبان هلاک شوي, د دفاع وزارت

دافغانستان دفاع وزارت  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی  دافغانستان  پوځ اوا منیتی ځواک په غزنی ولایت کې په یولړ ګډو عملیاتو کې   اوه نوی ترهه ګرهلاک اویو شمیر نور هم ټپیان کړی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، په وژل  شوو ترهه ګرو  کابو څلویښت ترهه ګر پاکستانیان دی  ا و په دغو عملیاتو کې اولس ترهه ګر نیول شوی هم دی .

 په دغو  عملیاتو کې همداراز  زیاتې وسلې ،مهمات او  چاودیدونکی توکی تباه شوی  او دغه راز یو شمیر نور هم  ولجه شوی دی .

 په عین حال کې  دافغانستان امنیتی ځواک  دوه کسان  دافغانستان  په لویدیځ کې په هرات ولایت کې   له وسلو سره نیولی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.