په غزني کې لسو تنو وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي ۷ تنو وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې اوښتو  خبر ورکوي.

د دغه ولایت له امنیه قومندانۍ څخه رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دی چې تیره شپه خواوشا یوه بجه لسګونو وسله والو طالبانو د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د تاسنګ پر پوسته وسله وال برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او پر شا وتمبول شول.

خپرپاڼه زياتوي په دغه برید کې اوو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې څلور تنه یې وژل شوي او درې نور یې سخت ټپیان دي، خو  امنیتي سرتیرو او ولسي خلګو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په همدغه شپه په همدغه وخت وسله والو طالبانو د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل او له څو ساعته جګړې وروسته وسله وال له سیمې څخه تېښتې ته اړ شول، خو په دغه برید کې درې تنه سرتیري سربیرن ټپیان دي.

وسله والو طالبانو د دغه دواړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.