په غزني کې یو ځل بیا ۱۳ تنه ماشومان د قاچاقبرو له منګلو ازاد شول

د غزني امنیتي چارواکي وايي نن شنبه یې یو ځل بیا تر یوه درزن زیات ماشومان په داسې حال کې د دریو تنو قاچاقبرو له منګلو ژغورلي دي چې پاکستان ته یې د وسله والو بریدونو د تیارولو په مخه روان کړي وو، خو ترڅنګ یې دغه درې کسان هم نیولي دي.

د غزني ولایت سرپرست امنیه قومندان مطصفی مایار رسنیو ته د دغه ماشومانو د ورښکاره کولو ترڅنګ وویل: دغه کسانو دغه ماشومان د پاکستان کراچۍ ښار ته انتقالول چې د ملي اردو په مرسته د ملي پولیسو له لورې د غزني په مقر ولسوالۍ کې ونیول شول.

که څه هم چې امنیه قومندان په دې اړه څه نه دي ویلي خو د ملي اردو له دریمې پلې لیوا څخه رسنیو ته په لیږل شوې خپرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ماشومان د غزني د ځنګلوري ولایت پکتیکا اوسیدونکي دي.

د تیرې یکشنبې په ورځ هم د غزني پولیسو د دغه ولایت د اب بند او قره باغ ولسوالیو په مربوطاتو کې پنځه ویشت تنه تنکې ماشومان له څلورو تنو قاچاقبرو سره یو ځای نیولي وو، چې پاکستان ته یې انتقالول.

یاده دي وي چې تراوسه پورې هم دغه ماشومان او هم د ماشومانو کورنۍ چوپ پاته دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.