په فراه ولايت کې طالب مزدورانو پينځه پوليس راشهيدان کړي

دافغانستان دفراه ولایت د پشت رود ولسوال غوث الدین وویل په تخت سنګ سیمه کښې د پولیسو په مرکز دطالبانو په حملې کښې پینځه (۵)پولیس وژل شوی .

هغه وویل دطالبانو لخوا دپولیسو ددغه مرکز له کلابندۍ وروسته ما دفراه ولایت له چارواکو څخه دمرستې غوښتنه کړی وه خو دحکومتی عسکرو د سستۍ او دمقاومت دنه کولو په دلیل  د پولیسو دغه مرکز دطالبانو لاس ته ورغی او هغوې ټولې وسلې او تجهیزات هم یوړل .

دافغانستان پوځیانو د بالا بلوک ولسوالۍ په شیوان او ګنج اباد سیمو کښې هم له طالبانو سره جنګونه کړی او له کبله یې دواړو خواو ته یوشمیر مرګ ژوبلې اوښتی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.