په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې په افغانستان او هند کې لاس وهنه په بل چا وتپله

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې ادعا وکړه چې په تیرو دوو کالو کښې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د پاکستان د حکومت بریاوې په ټول هیواد کښې د ترهګرو د فعالیتونو د سخت کمي سبب شوې دي.

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان سفیرې وویل: زمونږ هیواد نویو اقداماتو په کولو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې بهیر چټک کړی دی او په قبایلي سیمو او له افغانستان سره په ټوله ګډه پوله کښې د ترهګرو د مرکزونو ختمول یې په وړومبیتوب کښې راوستي دي.

ملګرو ملتو کښې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهي د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په شپږمه کمیټه کښې وویل: په پاکستان کښې ترهګري د سیاسي او جیوسټراټيجکو بدلونونو او همداشان په تیرو څلویښتو کالو کښې زمونږ په ګاونډ کښې د بهرنیو لاسوهنو په وجه رامینځته شوې ده.

هغې وویل چې د اسلام آباد حکومت خپل څه باندې ۲۷ زره ملکیان او پوځیان د ترهګرۍ خلاف عملیاتو کښې له لاسه ورکړي دي او ګڼ شمیر هم په دې لاره کښې زخمي شوي دي میلیارډونه ډالر تاوان رارسیدلی دی خو دا ټولو ستونزو د ترهګرو خلاف د پاکستان د حکومت د عملیاتو د دوام مخه نه ده نیولې.

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې ادعا وکړه چې په تیرو دوو کالو کښې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د پاکستان د حکومت بریاوې په ټول هیواد کښې د ترهګرو د فعالیتونو د سخت کمي سبب شوې دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.