په هريپور کې د مدرسې دوه ملايانو په لس کلنه ماشومه جنسي تيری کړی

د خیبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې په یو جماعت کې د مدرسې دوه قاریانو په لس کلنه ماشومه جنسي تیری کړې دی.

لس کلنه اقصې چې د حطار هریپور په یو جماعت کې یې د قران زده کړې کولې د جماعت د امام په ملګرتیا پرې د دغه مدرسې دوه قاریانو د امام په کوټه کې جنسي تیری کړې او بیا یې لس کلنه ماشومه ویرولې که حال و وایې نو مړه به دې کړو.

د پولیسو په وینا دغه دوه کسان مولانا وقاص او قاری عمر نومیږي.

د پولیسو په وینا چې دغه دوه کسانو یو ځل بیا په جینۍ د جنسي تیري کولو هڅه کړې وه خو هغې بیا په خپل کور کې حال وئیلی دی.

په ډاکټري رپورټ کې هم په جینۍ د جنسي تیري کیدلو پخلی شوی دی.

تر دې دمه پولیسو یواځې مولانا محمد وقاص نیولی دی خو قاري محمد قمر تښتیدلی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان افغانستان او په خاص توګه په خیبر پښتونخوا کې هر کال په اسلامي مدرسو کې په زرګونو ماشومانو جنسي تیري کيږي خو ماشومان په خپل کور کې مور پلار ته حال نه وايي او دا هر څه په چوپه خوله برداشت کوي، چې له کبله یې ځني ماشومان اکثر خودکشیانې کوي.

که څوک هم غواړي ماشومان یې د دا رقم پیښو بچ پاتې شي نو اسلامي تعلیم دې ورته په کور کې ورکوي، او هيڅکله دې د یو ملا، امام، قاري په ږیره او اخلاقو دوکه نه خوري.

رپورټ: دی پشتون ایکسپریس

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.