په پاکستان د تورونو لګولو پرضد د خيبر ايجنسۍ ولس سبا د امريکه پرضد احتجاجی لاريون اعلان کړی

خيبر ايجنسي لنډي کوتل کښې قبائلي مشرانو يوه جرګه شوي ده چي پکښې دامريکي صدر ډونلډ ټرمپ نوي پاليسي باندي ټکونه شوي ۔ نن لنډي کوتل جري هال کښې آفريدي، شينواري او شيلمان قامونه غونډه شوي ده چي پکښې دا فيصله اوشوه چي په هره سخته کښې به د پاک فوځ سره اوګه په اوګه اودريګو۔ مشرانو داهم اووئيل چي قبائيلو مخکښې هم د پاکستان سلامتيه لپاره قربانے ورکړے وے ولي بيا هم تيار دي۔ او د امريکي نوي پاليسي خلاف به سبا له طورخم بارډر پوري احتجاجي مظاهره کوي۔ بلخوا جمرود کښې هم د کوکي خيل ، ملاګوري او ملک دين خيل قبيلو مشرانو جرګه شوي چي پکښې د امريکي خلاف سبا له احتجاج کولو فيصله شوي ده۔

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.