په کندهار کی د 10 مېګاواټه نمریزی برېښنا د پروژې بنسټ کښېښودل شو

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کندهار کی د ۱۰ مېګاواټه نمریزی برېښنا د پروژې بنسټ کښېښود.

د افغانستان اجرائیه رئیس کندهار ته د یو شمېر وزیرانو، معینانو او ولسی جرګې غړوپه ملتیا کندهار ته سفر وکړ. د لمریزی برېښنا پروژه د صنعتی پارک د برېښنا د ستونزی د هواری په موخه د  ډاینسټی (Dynasty) اوSularization نړیوالو هندی پانګه اچوونکو کمپنیو سره په  ګډه پلې کیږی.

د نوموړی پروژې پر جوړېدو شاخوا ۲۰ میلیونه امریکایی ډالر لګښت راځی چی د تعرفې د راکښته کېدو او له خصوصی سکټور څخه د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یې د USAID له  بلاعوضه مرستو څخه او پاتی پیسې یې د ډاینسټی (Dynasty) کمپنۍ له خواورکول کیږی چی د تعرفې بیه به ټیټه وساتی.

نوموړې پروژه به د یو کال په ترڅ کی (د ۲۰۱۸زیږدیز کال د اګست تر ۲۶مې) بشپړه شی. له تړون سره سم ډاینسټی کمپنۍ چی هر څومره برېښنا له لمریزو لګول سوو تختوتولیدوی، د افغانستان برېښنا شرکت به تر ۱۵ کلونو هر کیلوواټ ساعت برېښنا په ۷.۳ سینټه امریکایی ډالرو پیری.

اجرائیه رئیس پخپلو خبرو کی وویل چی کندهار یو لرغونی ولایت دی، مېړنی خلک پکښې اوسیږی او زما لپاره د افتخار ځای دی چی نن دلته یم. هغه د نننۍ پروژې افتتاح د خوښۍ ځای وباله و. اجرائیه رئیس د کندهار خلکو ته په خطاب کې دا هم وویل چی د کندهار دامنیت په ښه والی او د انکشافی پروژو د پلی کولو په برخه کی د کندهار د خلکورول خورا زیات او د ستاینې وړ دئ. ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چی د ملی وحدتحکومت خپل ټول امکانات په بېلابېلو برخو کې د کندهار د خلکو لپاره په کاراچولی دی چی ښه مثال یې د نننۍ پروژې افتتاح او په نژدې راتلونکی کې د ۳۰مېګاواټه برېښنا د تولید د چارو پیل کېدل او د ۸ نورو صحی پروژو پلی کول دی.

ډاکټر عبدالله دغه راز د هیواد په آبادۍ او رغولو کې د پخوانی ولسمشر کرزی دهلو ځلو ستاینه وکړه. نوموړی وویل زموږ پیغام د افغانستان خلکو ته رڼا، پرمختګ او پوهنه ده خو د هیواد د دښمنانو پیغام تیاره، شاتګ او جهالت دی. اجرائیه رئیس د خپلو خبرو په پای کی وویل چی غواړی سفر یې کندهار ته مثبته نتیجه اولاسته راوړنی ولری.

کندهار والی زلمی ویسا په خپله وینا کی د اجرائیه رئیس په مشرۍ له مرکزه راغلی پلاوی او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دوی راتګ او د پروژې افتتاح یې د خوشحالۍ ځای وګاڼه. هغه زیاته کړه چی موږ د جنګ له دورانه کرار-کرار په وتو یواو د پرمختګ مراحل طی کوو، چی ښه مثال یې د نننۍ پروژی افتتاح ده. نوموړی دافغانستان وروستی پرمختګونه د امنیتی قوتونو د قربانیو برکت وباله. ښاغلی ویساوویل چی د کندهار ولایت د روغتیا او پوهنی په سکټورونو کې کار او اصلاحاتو ته ضرورت سته. هغه په دې برخه کې د عامی روغتیا وزیر څخه په کندهار کې دجوړیدونکی درې سوه بستریز روغتون د چارو په اتمام کې د همکارۍ غوښتنه وکړل.

کندهار والی دا راز د فواید عامې د وزارت د مسئولینو څخه د کندهار ـ اروزګان دلاری د رغولو په برخه کې د ښې همږغۍ غوښتنه وکړل. ښاغلی ویسا وویل، د کندهار دولس ګټې ورته مهمی دی، او په کندهار کې د کدرونو شته والی ته په کتو لازمه بولی، چی د کندهار وړ کدرونه په کندهار کې په کار وګومارل سی.

د انرژۍ په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار پروفیسور همایون قیومی بیا په خپلوخبرو کې وویل چی په راتلونکی کې به ۳۰ مېګاواټه برېښنا او د ترکمنستان ګاز هم تر کندهاره ورسیږی. هغه د کندهار د ولایتی ادارې څخه مننه وکړه چی د انکشافی پروژو د تطبیق په برخه کې ورسره همکاری کوی.

د کندهار د ولایتی شورا رئیس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چی دولت باید په خپلو کړو وعدو عمل وکړی. ښاغلی خاکرېزوال وویل چی د کندهار سربېره باید ارزوګان،هلمند، او زابل ولایتونو ته هم پام وسی ځکه د یادو ولایاتو اوضاع په کندهارمستقیمه اغېزه لری.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وویل چی په وروستیو کې یې په ډېرو پروژو کارکړی. هغه د انرژۍ په برخه کې د حکومت «پر ځان بسیا برېښنا» د پلان یادونه هموکړه، چی د عملی کېدو په درشل کې به یې هیواد د برېښنایی انرژۍ له اړخه نه یوازی خود کفاء سی بلکې نورو هیوادونو ته به یې هم صادره کړی.

د افغانستان د برېښنا  شرکت عمومی رئیس هم خبری وکړې او د برېښنا په برخه کې دوروستیو پانګونو په محتوا یې رڼا واچول. هغه دا هم وویل چی په کندهار کې د ننورځی افتتاح سوې پروژه به په راتلونکو څلورو میاشتو کې دوه مېګاواټه برېښناتولید کړی.د هیواد اجرائیه رئیس تر غونډی وروسته د کندهار ښار له بېلابیلو طبقو سره جلاجلا لیدنی هم وکړې.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.