په کنټرول لاين د هند او پاکستانی ځواکونه يو ځل بيا ښکر په ښکر شول

د پاکستان فوځ ادعا کړې چې د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هند د پوله ایزو ځواکونو په ډزو سره دوه پاکستانی ماشومان وژل شويي.

د پاکستان فوځ نن د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د پوله ایزو ځواکونو د نښتې د خبر په اعلانولو سره وویل، د دغې حملې په ردعمل او د پاکستانی ځواکونو په ډزو سره هم درې هندی فوځیان ووژل شول او پینځه نور هم ژوبل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هندی ځواکونو لخوا د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ او ډزو باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شارډز افېئر جی پی سېنګ احضار کړ او د اسلام آباد سخت اعتراض یې ورته وړاندې کړ.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.