په کنړ ولایت د پاکستاني ځواکونو حملې دوام لري، لسګونو کسان ژوبل

د افغانستان دکنړ والی حمید  کلیمزئ وئیلی دی ،دپاکستان له خا دکنړ ولایت په سرکاڼو ، خاص کنړ او دنګام ولسوالیو باندې یو ځل بیا توغندی ویشتل شوی دی ، چې له امله ئې دڅو ماشومانو پشمول یوشمیر کسان ټپیان شوی دی

دکنړ والی  وئیلی دی  دپاکستان دپوځ  توغندوی حملې  همداراز   له دغو ښارونو  دزیات شمیر ښاریزو دکوچیدو لامل شوی  او له هغو یو شمیر دسرپناه ځای هم نه لری .

 کلیمزی ټینګار کړی ، دپاکستان له خاورې توغندوی حملې  په ښکاره دافغانستان  په   خاورې تیری  دی او  په کنړ ولایت کې دافغانستان امنیتی ځواک  دمتقابل اقدام  لپاره تیار دی ، خو  دمرکزی حکومت دفیصلې په تمه دی .

  داپه داسې حال کې دی چې   دافغانستان  دفاع وزارت   د ترهه ګرۍ  په ضد  دپاکستان له پوځ سره  د ګډوپوځی عملیاتو لپاهر  موافقه هم کړې ده اودواړه لوری باید  یوه بل  ته دترهه ګرو دمرکزونو اوپټنځایونو په باب اطلاعات ورکړی .   التبه دپاکستان  لوړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو په کرتو د افغانستان د ځای چارواکو دغه شان تورونه په کلکه رد کړې او وئیلی ئې  دی چې   په افغانستان کې دیره  ترهه ګر وخت په وخت دپاکستان پر خاورې بریدونه کوی اوله جنایته وروسته  دافغانستان  په لور تښتی اودپاکستان امنیتی ځواک  هم دهغوی  خلاف  په ځوابی عملیاتو کې پرې ډزې کوی او د افغانستان دخاورې په ضد هیڅ  ډول دتیریو نیّت نه لری .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.