پي ټي ایم یو غیر پارلیماني تنظیم وو، دے، او وي به! منظورپشتین

د پښتون ژغورونې غورځنګ مشر منظور احمد پشتون د زیارت په ماښام د خپل پیسبوک وال د لائیو ویډیو په یو پیغام کې و وئیل چې ” پي ټي ایم ” یو غیر پارلیماني تنظیم وو، دے، او وي به

منظور پشتین زیاته کړه چې پي ټي به ډېر زر خپل ائین اعلان کړي، او دا ائین به اجتماعی وي، هر ملګری که دا ائین په کوم شق کې بدلون یا ترمیم کول غواړي نو د کمیټۍ په خوښه او اجتماعی طریقه سره یې کولی شي

منظور پشتین و وویل چې پي ټي ایم هیڅکله قام په تیارو کې نه ساتي، یو پاک تنظیم دے، د پښتنو د خاورې بقا او نفوس ساتنه د دوي لومړۍ او اخری ترجیح دی

منظور پشتین زیاته کړه چې په وس حالاتو کې که پښتانه اتفاق ونکړي دا به یوه لویه بدبختي وي. پښتانه دې په خپل رور پسې ټوپک نه راخلي او نه دې هم قامي جهګړې کوي

.هغه و ويل د کرونا په وجه تنظیم خپلې سرګرمیانې تر څه مودې ځنډولي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.