پښتانه ولې شاته پاتې کړل شو/ انجنیر عبدالوارث ساپی

طالبانو د نظام وروسته چې کله د ایتلاف ځواکونو او شمالي ټلوالې په ګډه د کابل دروازې ماتې کړې نو هغه چې څرنګه وحشتونه او نارواوې وشوې ښایي ډيرو ته معلوم وي نو په دغه مورد نه غواړم چې تیرې بدې خاطرې د ولس په مخکې کیږدم

 
د څه وخت وروسته پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځینو څېرو خلکو ته ځانونه وښودل چې دغه وخت زورواکي په بشپړ ډول حاکمه وه خلکو هم د خدمت خلک داسې په ښه ډول نه پیژندل بس چا چې څومره په ښه ډول به د ځان پاکي بیانوله نو دغه مظلوم ولس به خورا په اخلاص منله او لا به یې د ملاتړ او مرستې ژمنه هم ورکوله خو دلته د ولس او سیاسیون سیاسي بصیرت خورا مهم وو چې متاسفانه زمونږ مشران او سیاسیون ترې بې برخې وو دلته پښتون ضدو داخلي کړیو د بهرنیو کړیو په هر اړخیز ملاتړ په هغه ولایتونو کې چې پښتون قام په % 50 سلنې څخه کمه اندازه کې نفوس درلود په دولتي چوکاټ کې يې په ښکاره ډول د دغه مظلوم قام مخنیوی وکړ او تر دې خطرناک خو لا دا چې په هغه ولایتونو کې چې یا ټول پښتانه او یا هم په لوړه سلنه کې پښتانه وو هلته يې هغه پښتانه حمایه او سپورت کړل چې د ملي او قومي احساس په نامه يې هیڅ نه پیژندل فقط او فقط شخصي ګټې, د ځان مشهورتیا او لنډغري ورته تر ټولو ستر اصل وو نو څرنګه چې بهرنیو کړیو د داخلي لاسپوڅو په مرسته نوموړې موضوع ته له خورا مهمې زاويې کتل نو په خورا بریا سره يې د دغه
خلکو مشران کولو پروژه عملي هم کړه
تاوانونه: په دغه عصر کې چې د پښتون قام لپاره اړینه وه باید داسې مشران یې پیدا کړي واي چې په تاریخي, سیاسي او علمي برخه کې پوه او مسلکي خلک واي تر څو يې د دغه قام هر اړخیزو ستونزو ته دایمي حل لارې کتلي واي خو نه یوازې دا چې پښتانه اصیل او پوه مشران ترور شول بلکې په ټولنیز ډول داسې ګوښه پاتې کړاي شول چې ښايي په راتلونکي اوږده موده کې به يې ولس ونه پیژني او پر ځاي يې هغه خلک ښکاره او څرګند شو چې نه یوازې دا چې په راتلونکو څو کلونو کې به د دې قام په ګټه نشي د دې خلاف به د څو کلونو او یا هم لسیزو لپاره د دغه قام په وجود یو ناسور زخم پاتې وي.
 
په بریښنايي تذکرو کې د افغان کلمې د درج فرعي موانع خپله ځینې پښتانه بې احساسه مشران هم وو, په ملي ټرمینالوجۍ هم ریشخند ووهل شو, بودیجه هم د هغه ولایاتو لپاره په ډيره لوړه کچه د ولسي جرګې له خوا تصویبیدله چې هلته به پښتانه ډير کم او محکوم وو, انکشاف هم هلته رامنځته شو چېرته چې غیر پښتانه قامونه اکثریت وو په علمي او اکاډمیکه برخه کې هم غیر پښتانه قامونو ته جدي پاملرنه وشوه, لنډه دا چې د راتلونکي پښتون قام د انزوا لپاره ټولو خواو مهم رول ولوباوه خو بیا هم اوبه له ورخه تیرې ندي او په کار ده چې خپل ځانونه داسې کړو لکه چې په مونږ څه ندي تیر شوي راځئ یو بل مشر وګڼو او یو بل ته په ارزښت قایل شو راځئ لکه یوه کتله د ټولو خواو په وړاندې ودریږو او د خپل قام د بساینې لپاره خپل ځانونه یو بل ته وسپارو, راځئ فکري محدودیتونه شاته پریږدو او د ورورۍ لاسونه سره اوږده کړو, راځئ خپل تاریخي برم بیرته لاسته راوړو, دا مو لمړی پړاو وګڼئ او په راتلونکو ولسي جرګې ټاکنو کې داسې چاته رایه ورکړئ د داسې چا لپاره منډه ووهئ تاسو درک کړي, پیاوړی احساس ولري, د قام دردونه يې لکه تیر په زړه کې دننه وي او فکري محدودیتونه يې مات کړي وي نو راځئ له ننه یې پیل کړو د ځان لپاره يې فریضه وګڼئ د ولس له درده ځانونه خبر کړئ او د پیل شیبو لکه فرصت ستګې ورواړوئ

انجنیر عبدالوارث ساپی کون

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.