پښتونخوا په شنګله سیمه کې په یوه ټرېفکي پېښه کې شپږ تنان مړه شوي
پښتونخوا په شنګله سیمه کې په یوه ټرېفکي پېښه کې شپږ تنان مړه شوي دي
د ځایی پولیسو د وینا ترمخه نن ماځیګر د مسافرو یو ګاډی چې د بونیر امبیله نه د شنګلې شاه پور سیمې په لور روان وو د تیز رفتارۍ له عمله کندې ته پریوته چې پکې شپږ کسان ځای په ځای مړه او یې کس ژوبل شو
شنګله د پښتونخوا هغه سیمه ده چې هره ورځ پکې ټریفکې پېښې رامینځته کیږي، د روژې په میاشت کې هم د لرګو یو پول په ګاډي مات شوې وو چې د لسو ډېر کسان پکې مړه شوي وو
شنګله د پاکستان دولت کې د امیر مقام په نوم یو نماینده هم لري چې د پاکستان د وزیر اعظم خاص کس دی خو د شنګلې ولس ترې خفه دی چې د شنګلې د خلکو د پاره یې هیڅ کردار نشته