پښتونخوا کښي بارانونو د لاسه بيله بيلو پيښو کښي اووه کسان مړه شوي

په خيبرپښتونخوا کښي بارانونو له وجي مختلفو پيښو کښي اووه کسان مړه او يوشميرزخمي شوي دي۔ د ټي اين اين نمائنده ترمخه هري پور سره تعلق لرونکي دوه کسان جهانزيب او دلشاد تيره شپه د غازي خيل کنډي ناله سيمه کښي خپل ګاډي کښي روان وو چي سيلابي اوبو کښي بهيدو له وجي مړه شول۔ هم دغه شان د صوابئ يارحسين رشکئ نالئ کښي هم دوه برغوني ورونړه ډوبيدو له وجي مړه شوي دي۔ زيده کښي هم اتلس کلن ځوان ياسين بدري خوړ کښي لرګي ګيرول چي پکښي ډوبيدو له وجي مړشو۔ يارحسين کښي د کمري چهت راغرځيدو له وجي پلار او لور زخمي شوي دي۔ رپورټونو ترمخه د بونيرتحصيل چوک کښي اووه کلن فياض د خپلو دوه نورو ملګرو سره سيلابي اوبو کښي ډوب شوي وو ولي دوه مقامي خلقو بچ کړل او فياض پکښي مړشو۔ ځائي اولس وائي چي تيره شپه د مردان ګل پورکلي کښي هم د کچه کور چهت راغرځيدلي چي پکښي شپږ کلنه ماشوه مړه او څلور نور کسان ژوبل شوي دي۔ دغه طوفاني بارانونو له عمله ګرده صوبه کښي په درځنونو کورونه راپريوتي او يوشميرڅاروي هم سيلابي اوبو کښي بهيدلي دي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.