پښتونخوا کې د بدلون په نوم د ولس سره دوکه شوې, ريحام خان

د عمران خان پخواني کور وداني ريحام خان ويلي دي چي خيبر پښتونخواه کښې د انصاف په نامه اولس سره دهوکه شوي ده ولي احتساب د هر چا پکار دے۔دا خبري دوي نن هنګو کښې د ميډيا غړو سره د خبرو اترو په مهال کړي دي دوي ويلي چي تحريک انصاف ټولي انتخابي وعدي د نعرو پوري پاتي شوي دي او د ميرټ، انصاف او شفافيت خبري کونکي دے په خپل کردار او خبرو باندي غور اوکړي۔ريحام خان دا هم ويلي دي چي خېبر پښتونخواه کښې بي روزګاري، جهالت او سماجي ستنځي د حکومت د کنټرول نه باهر شوي دي دوي په اولس غږ کړي چي په سوچ او فکر سره دے د خپل نمائينداګانو ټاکنه کوي چي بيا ورسته د دوي مسلي حل کړي۔دوي زياته کړي چي پاک چين اقتصادي راهداري منصوبه کښې د خيبر پختونخواه اولس ته پام لرنه نه کول د افسوس وړ خبره ده۔د سوال په ځواب کښي دوي ويلي دي چي د ريحام خان فاونډېشن لخواه خيبر پختونخواه او قبائيلي سيمو کښې د ماشومانو د حقونو لپاره هلي ځلي رواني دي د کوم چي ډيري ګټه وري نتيجي رابرسيره کيږي۔

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.