پښتونخوا کې وړوکی اختر په سادګۍ او غم کې ولمانځل شو

پښتونخوا کې نن د وړوکی اختر په سادګۍ او د غم په شیبو کې ولمانځل شو
د پاکستان حکومت سږ کال د عیدالفطر لپاره درې ورځې رسمي رخصتۍ اعلان کړې دي

په تیرو څو ورځو کښې په ټول پاکستان کښې د اختر لپاره د خریدارۍ په وجه بازارونه ښه ګرم وو او تر بیګا ناوخته پورې په بازارونو کښې د خلکو ګڼه ګوڼه ترسترګو کیدله

البته د خیبرپښتونخوا صوبې د مرکز پيښور په شمول د په ځینو ښارونو او سیمو کښې خلکو پرون اختر کړی دی

د پاکستان ټیلیویژني چینلونو او خپل زیاتره پروګرامونه د کوچني اختر موضوع او په دې مناسبت ځانګړو برخو ته بیل کړي دي

البته په پاړه چنار کښې د تیرې جمعې ورځې له دوو چاودنو او پکښې د سلګونو کسانو د شهادت او زخمي کیدو او همداشان په کویټه کښې د ترهګرې پيښې په وجه دا ځل په ټول پاکستان کښې کوچنی اختر په ساده توګه لمانځل کیږي

د پاړه چنار خلکو خپلو مړو ته د انصاف د پاره ختر د احتجاجی کیمپ په شکل د سړک په سر تیر کړو، د یادونې وړ ده چې د پاړه چنار خلک د توروې درې ورځو نه هم دعسې د سړک په سر ناست دي خو چا تروسه سمه دلاسه ورنکړه او ساعت په ساعت یې د پولیسو سره نختې رامینځته کیږی، د پاکستان رسنۍ په دې اړه غلې دي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.