پښتونخوا کې پنځوس کسان په سند لاهو شوي، حکومت ناخبره، په سیمه کې غم او غوغا

د خیبر پښتونخوا په هریپور ضلع کې د مسافرو یوه ډکه کشتۍ پرون په سیند لاهو شوې چې پکې پنځوس کسان بې درکه شوي دي.
دغه پیښه د ډب ډيرۍ په مقام رامینځته شوې چې پکې ښځې او ماشومان هم ناست وو، د پولیسو په وینا چې تروسه یواځې د درې ماشومانو مړي موندل شوي دي.
د پولیسو په وینا چې دغه کشتۍ د تورغر څخه هریپور ته په لاره وه چې د سند په منځ کې نسکوره شوې او پنځوس کسان په سند لاهو شوي.
د یادونې وړ ده چې په شنګله او د تورغر په سیمو کې هر کال داسې خونړۍ پیښې رامینځته کيږي چې هر کال پکې په سلګونو کسان مړه کيږي.
په دغه سیمو کې تروسه سم سړکونه، پلونه نشته چې خلک په کشتو او اسونو او خچرونو سفرونه کوي او د پیښو ښکار کیږي.
د دغه سیمې څخه د تحریک انصاف غړۍ شوکت یوسفزۍ دوه ځله د الیکشن ګټلو روسته بیا خپل سیمو ته سفر نه دی کړی، او په پرونۍ پیښه لا هم خبر نه دی.
رپورټ: دی پشتون ایکسپریس

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.