پښتون اتل عمرا خان جندولي وپېژنئ ///ډاکټر آیاز يوسفزی

د نورو بلها بدبختيو تر څنګ د پُښتون قام يوه ستره بد بختي دا هم ده چې مونږ خپل قامي اتلان ډېر کم پېژنو او پردي خيالي او فرضي اتلان ډېر ښهٔ پېژنو او د دغه خبرې تر شا يو ستر لامل دی او هغه دا چې مونږ ته پهٔ نصاب کې د خپل تاريخ پهٔ ځای پهٔ سلګونه ميله لرې د داسې خلکو تاريخ راښودلی کيږي چې نهٔ زمونږ پهٔ قام وي او نهٔ مو پهٔ نسب وي.

پهٔ دغه را تپل شوي پردي تاريخ کې راته کله د فرغانې د وحشيانو او يرغلګرو نه اتلان جوړ کړي، کله راته د اُندلس د اموي خاندان واکمنان اتلان کړي، کله راته د بغداد اوولس کلن ډاکو اتل کړي، کله راته ترکی لوټمار اتل کړي او کله راته د ميسور حيدر علي او ټيپو سُلطان اتلان کړي خو لهٔ بده مرغه زما خپل اتلان زما نه پټ دي.

پُښتون قام کهٔ نن د نړۍ پهٔ محکومو او بې وزله قامونو کې يو قام دی، بلواکه دی، خوار و زار دی او د وخت د سامراج مخې ته ډېر بې وسه دی خو قُدرت وخت پهٔ وخت پهٔ دې قام کې د تورې او قلم داسې خاوندان هم پيدا کړي دي چې د نړۍ نور قامونه يې اوس هم يادوي او د قامونو پهٔ تاريخ کې يو ځانګړی ځای لري.

د پُښتون قام پهٔ دغه سترو اتلانو کې يو ستر نوم د لوی پُښتونستان ستر مبارز او افغان نيپولين عُمرا خان جندولي هم دی. د پُښتنو دغه ستر اتل او د ازادۍ لوی مبارز پهٔ کال 1860م کې د پُښتونخوا د اوسني دير د جندول نومې سيمې پهٔ ګيټکۍ نومې کلي کې د ښاغلي امان خان کره زېږېدلی ؤ دغه کلی د سوره غونډۍ شا و خوا اباد ؤ. امان خان پهٔ هغه وخت کې د جندول نواب او د مست خيل قبيلې مشر ؤ. مست خيل د پُښتنو يوه لويه قبيله ده. کله چې پهٔ اوسنۍ پُښتونخوا کې د يوسفزو او دله زاکو تر منځه جګړه روانه وه نو شيخ ملي بابا د مست خيلو نه د يوسفزو لپاره مرسته وغوښتله او مست خيل پهٔ پوره پُښتنه مينه د يوسفزو مرستې له راغلل او هم لهٔ هغه وخته دغه قبيله دلته ميشت ده.

پهٔ کال 1875 کې چې انګريزانو د بونير پهٔ امبيله يرغل وکړو نو د عُمرا خان نيکهٔ فيض طلب خان د 6000 زره لښکر سره بونير ته د انګريزانو مخې له راغلو او ښهٔ پهٔ نره وجنګېدو. د دغه جنګ نه وروستو هغه پهٔ حق ورسېدلو. د هغهٔ لهٔ مرګه وروستو د عمرا خان پلار امان خان مشر شو خو څهٔ موده پس هغه هم وفات شو. د هغهٔ لهٔ مرګه وروستو د هغهٔ د دواړه زامنو تر منځنه د جندول پهٔ نوابۍ جګړه وشوه چې پهٔ ترڅ کې يې د عمرا خان مشر ورور مړ شو او د جندول نوابي عمرا خان ته پاتې شوه.

د خپل ورور سره د تاؤ تريخوالي پهٔ دغه موده کې د 1880م شا و خوا عمرا خان حج له لاړ، پهٔ هغه سفر کې يې پهٔ هند کې د انګريزانو خلاف مبارزه کونکو شيخ الهند مولانا محمود الحسن او مولانا رشيد احمد ګهنګوهي سره ليدل کتل وشول. عمرا خان د شيخ الهند نه ډېر متاثره شو او هم هلته يې د انګریزانو خلاف د جهاد پرېکړه وکړه.

وطن ته پهٔ راستنېدو او د نوابۍ د ترلاسه کولو نه وروستو عمرا خان يو ستر لښکر را جوړ کړو او پهٔ وړومبي سر کې يې د بره دير پهٔ نواب محمد شريف خان باندې د بريد کولو پرېکړه وکړه. نواب د سوات د والي مياں ګل عبدالحنان نه مرسته وغوښته، د دير او سوات ګډ لښکر پهٔ ادينزۍ کې د عمرا خان پهٔ لښکر لهٔ دوه اړخه بريد وکړو خو ماتې يې وخوړه او مياں ګل عبدالحنان سره د خپلو ملګرو ونيولی شو او بيا جندول ته راوستی شو. وروسته بیا د مشرانو د يوې جرګې پهٔ ترڅ کې خوشي کړی شول.

لهٔ هغه وروسته د 1884م شا و خوا عمرا خان د دير پهٔ بيلا بيلا سيمو بريدونه پيل کړل او وخت پهٔ وخت يې د شيزادۍ قلا، بلامبټ، کهونه ډهير(اوسنی حاجي اباد)، تېمرګره او وروسته د بانډۍ خان سره د يوې لوظنامې پهٔ ترڅ کې ميدان هم د جندول د رياست برخه شوه. نواب محمد شريف د ماتې خوړلو نه وروسته وړومبی نهاګ درې او بیا سوات ته پهٔ تېښته بريالی شو بیا څهٔ موده پس افغانستان ته لاړو او لهٔ امير عبدالرحمان نه يې مرسته وغوښتله خو هغهٔ ورته انکار وکړو. عمرا خان خپل ورور محمد شاه خان د دير والي کړو او پخپله جندول ته بيرته لاړو.

دغسې د کال 1892م شا و خوا دير، د نيمايي نه زيات سوات، نيکبي خيل، دوشخيل، شموزۍ، مياں برنګوله، باډوان، د بونير څهٔ برخه او د ملاکنډ ټوله سيمه تر سخا کوټه د عمرا خان د ولقې لاندې راغله.

عمرا خان غوښتل چې د جندول د رياست پولې تر پېښوره وغزوي او لوی پُښتونستان جوړ کړي. نو وړومبی يې پهٔ باجوړ يې بريد وکړو خو د باجوړ ولايت خان يې مخه ونيوله او د عمرا خان لښکر ماتې وخوړه. ياده دې وي چې د ولايت خان سره د پيرنګيانو پټه مرسته هم وه ځکه چې پيرنګيانو نهٔ غوښتل چې پهٔ سيمه کې دې د عمرا خان غوندې څوک راپيدا شي. او کله چې عمرا خان د افغانستان پهٔ اسمار نومې سيمه بريد وکړو نو د افغانستان حکومت د پيرنګيانو نه غوښتنه وکړه چې د عمرا خان مخه ونيسئ. د هند د پيرنګي حکومت سيکتر لارډ ريفون عمرا خان ته خط وليکلو چې نور لهٔ داسې بريدونو لاس واخلي او همدغسې د پيرنګيانو او د عمرا خان اړيکې د تاو تريخوالي ښکار شوې. د دي ريليف آف چترال نومې کتاب پيرنګی ليکوال جارج ينګ هسبيڼډ پهٔ خپل کتاب کې ليکي چې کهٔ د عمرا خان او پيرنګيانو تر منځه تاؤ تريخوالی نهٔ ؤ پيدا شوی نو عمرا خان به د پېښور نه تر چتراله د ټولې سيمې يواځينی واکمن ؤ.
د 1892 د فرورۍ پهٔ مياشت کې عمرا خان پهٔ چترال بريد وکړو ځکه چې د چترال د هغه وخت واکمن مهتر امان الملک د پيرنګيانو سره نزدې اړيکې لرلې او د عمرا خان خلاف به يې د دسيسې جوړولې. پهٔ يخ ژمي کې عمرا خان د خپل لښکر سره پهٔ چترال ورننوتو او د کيلاش، کامديش، ګرديش او بسغل نه وروستو يې پهٔ سخته يخنۍ او واورو کې د دروش قلا ونيوله. بیا يې ارندو، نُصرت او بريکوټ هم ونيول. هلته يې دوه قلاګانې او د چترال پهٔ سيند يې يؤ پُل هم جوړ کړو.

دغه وخت د ګلګت انګزير پوليټيکل ايجنټ عمرا خان ته خط وليکلو چې سم د لاسه د دروش قلا خالي کړه او لهٔ چتراله اوځه. خو دغه نر پُښتون د پيرنګي د هم هغه خط پهٔ بل اړخ وليکل چې بايد پيرنګيان يا لهٔ سيمې اوځي او يا دې جنګ ته تيار شي. پيرنګي پهٔ هغه خط پورې وخندل چې چرته زورور پيرنګی او چرته عمرا خان؟ د پېښور پيرنګي کمشنر هم عمرا خان له دړکه ورکړه خو هغهٔ ځان ناجاڼه کړو او جواب يې ورکړو چې زما پهٔ کار کې به کار نهٔ لرې.

د دروش د نيولو نه وروسته انګريزانو پرېکړه وکړه چې بايد خامخا د عمرا خان مخه ونيول شي. هغوی د ژمي پهٔ سخته يخنۍ او ګڼو واورو کې د ګلګلت نه د دروش پهٔ لاره د کيپټن کيمبل پهٔ مشرۍ کې خپل فوځ چترال ته ولېږلو چې غيرات يا غيرت نومې ځای ته راورسېدل نو عمرا خان ته مسټر رابرټ سن وليکل چې ډېر زر به دې د چتراله وزغلووم. عمرا خان هم هغه وخت د خپل لښکر سره د پيرنګيانو پهٔ کيمپ بريد وکړو او د لږې ډېرې جګړې نه وروسته د عمرا خان لښکر بيرته راوګرځېدلو. همدا جګړه د عمرا خان او پيرنګيانو تر منځه د اوږې مودې د جنګونو د لړۍ وړومبۍ کړۍ وه.
کله چې انګريزانو د چترال قلا ونيوله نو پهٔ عمرا خان پسې يې يو ځل بیا سوال جواب وکړل چې د چترال نه اوځه. خو عمرا خان پرې پهٔ جواب کې بريد وکړو او يوه خونړۍ جګړه وشوه. رابرټ سن وايي چې د پيرنګي پهٔ لښکر کې يواځې 543 کسان وو. دعمراخان پهٔ بريد کې د پيرنګي د فوج 22 لوړپوړي افسران ووژل شول چې پکې کيپټن بيرډ، جنرل باج سنګهـ او ميجر بهيکم د يادونې وړ دي. او د پيرنګي فوج مشر کيپټن کيمبل د خپل 23 ملګرو سره ټپي شو. عمرا خان د اوږې مودې پورې د قلا محاصره وکړه او پيرنګيان دننه پهٔ بد حال کې ناست وو. د دې خبرې نه د پېښور کمشنرهم خبر کړی شو. د مارچ پهٔ اوومه نېټه د رابرټ سن خط هم دهلي ته ورسېدلو کوم کې چې هغهٔ د خپل لښکر د بې وزلۍ او د عمرا خان د لښکر پهٔ اړه خپلو پيرنګيانو مشرانو ته ټول مالومات ورکړي وو.

د مارچ پهٔ پنځلسمه نيټه د يوې سختې جګړې او دوه اړخيز زيان نه وروستو پيرنګيانو ماتې وخوړه، ليفټيننټ ايډورډ او ليفټيننټ پاولر د خپلو ملګرو سره ونيول شول او د دروش قلا ته بنديان راوستل شول. وروستو يې بیا جندول ته واستول.

پيرنګيان پهٔ دغه کار ډېر خفه شول او پرېکړه يې وکړه چې د عمرا خان واکمني به پهٔ هر حال لهٔ منځه وړي. ځکه چې د هغوی پهٔ زړهٔ دا هېڅکله هم نهٔ جوړېدله چې د جندول غوندې يوې نوم ورکې او لرې پرتې سيمې يو پُښتون دې دومره لوی رياست جوړ کړي چې پولې يې پهٔ شمال کې د چترال د دروش پورې او پهٔ جنوب کې د سخاکوټ پورې اوږدې وې. هغوی پهٔ افغانستان د عمرا خان بريد هم بد ګڼلی ؤ ځکه چې امير عبدالرحمان د پيرنګيانو ملګری ؤ او هغوی نهٔ غوښتل چې امير عبدالرخمان څوک خفه کړي. بل خوا به عمرا خان د پُښتنو د بيلا بيلو قبيلو د يو والي او د خپل واک لاندې سيمو کې د اسلامي قانون خبره هم ښه پهٔ ډاګه کوله او پيرنګيانو دغه ټولې خبرې ځان ته خطر ګڼلو نو ځکه يې عمرا خان د سترګو ازغی ؤ او غوښتل يې چې زر تر زره يې لهٔ منځه يوسي خو دا کار دومره اسان نهٔ ؤ او نهٔ پيرنګي دا زړهٔ کولی شو چې نېغ پهٔ نېغه د عمرا خان مخې ته ودرېږي خو بیا يې هم خپلې هڅې دوامدارې وساتلې.

د دغه کار لپاره پيرنګيانو يو اړخ ته شا و خوا د شل زره وسلوالو يو لښکر چمتو کړو او بل خوا يې د خپلې روايتۍ مکارۍ، چل ول او ټګۍ برګۍ لومې هم د عمرا خان شا و خوا کېښودلې. او ګڼ شمېر دلالان يې ځان له راپيدا کړل. د دلالانو د دغه لړۍ وړومبۍ کړۍ د دير پخوانی شړونکی شوی نواب محمد شريف خان ؤ. کله چې د پيرنګيانو لښکر درګۍ ته راورسېدلو نو محمد شريف خان يې هر کلي ته پخپله ولاړ ؤ. هلته يې د پيرنګي مشرانو سره ليدل کتل وکړل. پهٔ دغه ليدلو کتلو کې د مردان ځيني خانانو هم مهم رول لوبولی ؤ چې پکې خان بهادر خان، خواجه محمد خان هوتي، سرفراز خان، رحيم شاه خان او يار محمد خان بدرشي د يادونې وړ دي. تاريخ به دغه خاينان کله هم ونهٔ بخښي.

د پُښتون قام پهٔ بربادۍ کې د مذهبي مشرانو او ضمير خرڅه موليانو هم لوی لاس دی او وخت پهٔ وخت يې د پُښتنو د دشمن مرسته ښه پهٔ نره کړې ده. د عمرا خان خلاف هم پيرنګيانو د مذهبي مشرانو او موليانو نه کار واغيستو. پهٔ دغه خلکو کې تر ټولو مهم نوم د سيدو بابا دی. سيدو بابا او د هغهٔ مريدانو د عمرا خان خلاف د پيرنګيانو پهٔ وينا ډېره ناوړه پروپيګنډه پيل کړه او هر ځای به يې ويل چې عمرا خان مُسلمان نهٔ دی، هغه يو کافر او مرتد سړی دی او د پيرنګيانو خلاف د هغهٔ مرسته کول جهاد نهٔ بلکې عظيمه ګناه ده. سيدو بابا او د هغهٔ ټولو پلويانو، مريدانو او عقيدتمندو به پهٔ هر نکاح، هره جنازه، هر غم او هره ښادۍ کې او د هر مونځ نه پس د عمرا خان خلاف خلک راپارول او پيرنګيانو به دغه خلکو ته پيسې ورکولې. پهٔ دغه خلکو کې يو بل نوم د موکرڼۍ مولا هم دی چې عمرا خان افغانستان ته شړونکی کړی ؤ. کهٔ څهٔ هم د هغوی دغه منفي پروپيګنډې د عمرا خان پهٔ ملاتړ او مبارزه ډېره بده اغيزه وکړه خو بیا هم د دير، سوات او ملاکنډ بلها خلک د هغهٔ سره اوږه پهٔ اوږه ولاړ ؤ.

د مولا سره سره د پُښتنو خان هم اکثره د پُښتون قام د يو والي د لارې خنډ شوی دی. د عمرا خان خلاف هم پيرنګيانو د دې سيمې او شا و خوا خانان او ملکان ونازول، انعامونه يې ورکړل او د مياشتې پهٔ حساب يې ورله نغدې پيسې هم وتړلې. دغه خاينانو خانانو او ملکانو به د عمرا خان خلاف پهٔ هره حجره، جرګه، جنازه او غم ښادۍ کې منفي پروپيګنډه کوله.

د دې ټول چمتو والي نه پس پهٔ 3م اپريل 1895م کې د پيرنګيانو د تکړه انجنئيرانو پهٔ ګډون شل زره شا و خوا لښکر د سر رابرټ لا پهٔ مشرۍ کې ملاکنډ اړخ ته ورسېدلو چې پهٔ درنو وسلو او توپو سمبال ؤ. دغه مشن له پيرنګيانو د چترال مرسته يا دي ريليف آف چترال(The Relief of Chitral) نوم ورکړو. بل خوا د عمرا خان خلاف د خان، مولا او نواب محمد شريف خان بلها منفي پرپيګنډې پرته د دير، سوات، ملاکنډ، باجوړ او بونير ګڼ شمېر خلک هم د پيرنګي خلاف د جهاد لپاره ملاکنډ ته راورسېدل چې شا و خوا دولس زره تنه وو. خو لهٔ بده مرغه يواځې د درې زره کسانو سره پخواني پيتي ټوپکونه وو او د پاتې لښکر سره تورې، غشي ليندې، تبرونه(تبرګي) او د لرګي کوتکې وې. ډېرو پيرنګي ليکوالانو د پُښتون اولس د هغه ورځې مېړانه او نرتوب ستايلی دی. د ملاکنډ پهٔ دغه جګړه کې پيرنګيان د يوې درنې خونړۍ مقابلې نه وروسته بريالي شول. 87 پيرنګيان ووژل شول او 41 ټپيان شول، بل خوا د پُښتنو د شهيدانو او ټپيانو شمېر لهٔ پيرنګيانو ډېر زيات ؤ. د ملاکنډ پهٔ سر اوس هم د پُښتنو شهيدانو قبرونه شتون لري، خوا ته يې يو وړکی شان جومات او پهٔ لږ واټن ترې د پيرنګي لښکر د عيسايانو سپاهيانو قبرونه هم شته.

ياده دې وي چې د پيرنګي پۀ لښکر کې د اوسني پنجاب ګڼ شمېر سکهان او کشميريان هم وو.

د پُښتنو او پيرنګيانو دويمه جګړه د بټخيلې پهٔ امان دره کې شوه خو هلته هم پيرنګيانو ډېر پهٔ بې رحمۍ پُښتانهٔ پهٔ توپو وويشتل او ستره مرګ ژوبله يې ورته واړوله. د امان درې پهٔ جګړه يواځې 30 پيرنګيان ووژل شول خو د پُښتنو مجاهدينو نه شا و خوا 800 کسان شهيدان شول.

پهٔ اووم اپريل 1895م کې پيرنګيان تر چکدرې راورسېدل. عمرا خان د خپل ورور محمد شاه خان پهٔ مشرۍ کې درې زره لښکر ور ولېږلو، محمد شاه خان تر پنځهٔ ساعته د پيرنګياني لښکر مخه ونيوله خو وروسته بيا پهٔ شا شو ځکه چې پيرنګيان نهٔ يواځې پهٔ شمېر زيات وو بلکې د پُښتنو پهٔ مقابل کې ورسره وسلې هم پرمخ تللې، درنې او زياتې وې. د چکدرې په دغه جګړه کې ونسټن چرچل هم ؤ چې وروستو بیا د برطانيې وزييراعظم شو او پهٔ نوم يې اوس هم پهٔ چکدره کې د چکدرې پُل ته مخامخ د غرهٔ سر يو يادګار د چرچل پيکټ پهٔ نوم جوړ دی.

پيرنګيانو پهٔ چکدره کې د راموړې تاريخي قلا ړنګه کړه او د تالاش پهٔ لاره تېمرګرې اړخ ته روان شول. پهٔ لاره پرې پُښتنو مجاهدينو ځای پهٔ ځای ناڅاپي بريدونه کول. پهٔ 11م اپريل 1895م کې پيرنګيان د تېمرګرې خوا کې سدو شيکولۍ ته ورسېدل او پرېکړه يې وکړه چې لهٔ همدې ځايه به د پنجکوړې پهٔ سيند پورې ووځي. پيرنګي انجنئيرانو دغه ځای يو پُل جوړ کړو خو کله چې شا و خوا نيمايي لښکر پورې وتلو نو د سيند چپو هغه پُل لاهو کړو. د بلې خوا همدغه وخت د کامراني لهٔ لارې پُښتنو مجاهدينو پهٔ پيرنګيانو بريد وکړو. نزدې وه چې د پيرنګي ټول لښکر لهٔ منځه تلی ؤ خو د سيند لهٔ بلې خوا يې يو ځل بیا پهٔ مجاهدينو د توپو د ګولو باران جوړ کړو خو بيا يې هم د يو څو لوړ پوړو فوځي افسرانو پهٔ ګډون د دېرشو شا و خوا خلک لهٔ لاسه ورکړل.
پهٔ اولسم اپريل يو ځل بيا مجاهدين او پيرنګيان پهٔ ګوسم نومې ځای کې يو بل ته مخامخ شول. ګوسم د مُنډا پهٔ نيمايي لاره کې پروت دی. ياده دې وي چې مُنډه د عمرا خان يوه کلکه قلا وه. د ګوسم پهٔ جګړه کې هم شا و خوا درې سوه پُښتانهٔ مجاهدين شهيدان شول او يواځې درې پيرنګيانو ژوند لهٔ لاسه ورکړو.

تر هغه دمه د عمرا خان د ترهٔ زوی او سر لښکر عبدالمجيد خان پهٔ چترال کې ؤ. د هغهٔ سره شا و خوا څلور زره لښکر او بلها وسله هم وه.

دې خوا عمرا خان هڅه کوله چې د سيمې بيلا بيلې قبيلې او خيلونه را يو ځای کړي او د پيرنګيانو خلاف يوه ستره او اخيرنۍ جګړه وکړي خو کله چې عمرا خان عبدالمجيد خان ته سوال جواب وکړل چې زر تر زره ځان جندول ته راورسوه نو هغهٔ چل ول شورو کړو او خپل راتګ يې ډېر وځنډولو ځکه چې هغهٔ د جندول د واکمنۍ پهٔ لالچ کې او د يو څو روپو پهٔ بدل کې ځان پهٔ پيرنګيانو خرڅ کړی ؤ.

بل خوا پهٔ مُنډه کې زر تنه نور پُښتانهٔ مجاهدين د عمرا خان ملاتړ له را ورسېدل. کله چې پيرنګيان هم منډه ته رانژدې شول نو رابرټ لاء پهٔ عمرا خان پسې سوال جواب وکړل چې بايد د جګړې پهٔ ځای خبرو اترو ته کېښنو. خو عمرا خان ورته وويل چې زما نه ګېر چاپېره پهٔ زرګونو مجاهدين ولاړ دي، ما خبرو اترو ته نهٔ پرېږدي خو تهٔ خپل لښکر وروستو کړه او زهٔ به خپل، بیا به خبرې سره وکړو خو رابرټ لاء انکار وکړو ځکه چې هغهٔ غوښتل چې عمرا خان د خبرو اترو پهٔ پلمه ونيسي او بندي يې کړي، ځکه چې د دهلي نه ورته همدغه حکم ؤ.

عمرا خان د خپل تربور، نژدې خپلوانو، خانانو، ملکانو او د ځينو موليانو لهٔ کبله ډېر زړهٔ ماتی شو ځکه چې د سختۍ او اړتيا پهٔ دغه وخت کې يې نهٔ يواځې د هغهٔ لهٔ ملاتړه لاس واغيستو بلکې د هغهٔ خلاف به يې منفي پروپيګنډې هم کولې. عمرا خان د خپل لښکر سره د جندول نه د وتلو پرېکړه وکړه ځکه چې کهٔ جګړه يې کولی نو د ګټې نه يې زيان ډېر ؤ. پهٔ هغه ماښام يې د بيلا بيلو سيمو د مشرانو سره د مُنډه پهٔ قلا کې يو جرګه وکړه. د ماښام د مانځهٔ نه پس د قلا نه راوتلو او خپلو لښکريانو ته يې وينا وکړه چې کهٔ د ملاکنډ پهٔ جګړه کې زما سره شپاړس سوه مېړني وسلوال راسره وی نو پيرنګيان به کله هم پهٔ ملاکنډ نهٔ وو را اوړېدلي. هغهٔ زياته کړه چې ما له مې دشمن ماتې نهٔ ده راکړې خو ما له مې خپلو خپلوانو او ملګرو ماتې راکړه ما پهٔ دې جګړه کې خپل رياست لهٔ لاسه ورکړو خو بلها خلکو پکې خپل دين، ايمان، عقيده او غيرت وباييللو. هغهٔ خلکو ته د موکرڼۍ مولا ليک وروښودلو چې يې پکې د پيرنګي خلاف جګړه حرام او ستره ګناه ګڼلې وه او خلکو ته يې ليکلي وو چې بايد د عمرا خان مرسته ونهٔ کړي ګنې د خدای لهٔ عذاب سره به مخ شي.
هغهٔ وويل چې زهٔ به لهٔ افغانسانه بيرته راخم او د اخيري سلګۍ پورې به د دشمن خلاف جګړه کوم. بیا يې خلکو ته وويل چې قلا لوټ کړئ او بیا خوارهٔ شئ. پخپله د خپلو نزدې څلوېښت تنه وسلوالو ملګرو سره لهٔ جندوله ووتلو.
پيرنګيان دير ته ورسېدل او نواب محمد شريف خان يې د دير نواب کړو. بيا د لوارۍ(لورۍ) پهٔ لاره چترال ته لاړل او د چترال واکمن امير المک يې ونيولو او د هغهٔ پهٔ ځای يې څوارلس کلن شجاع الملک د چترال مهتر(واکمن) کړو. د پيرنګيانو د دغه تګ پهٔ اړه يوه تاريخي ټپه ډېره مشهوره ده چې
چرته انګريز چرته چترال ؤ
بې ننګي زور شوه انګريزان چترال ته ځينه
پهٔ افغانستان کې د عمرا خان تود هر کلی او درناوی وشو خو د څهٔ لپاره چې هغه هلته تلی ؤ د افغانستان واکمن امير عبدالرحمان د هغې اجازه ور نهٔ کړه ځکه چې هغهٔ د پيرنګيانو خفګان نهٔ غوښتلو.

د عمرا خان افغانستان ته پهٔ تلو د هندوستان پيرنګي وائسرائی وکټر بروس د ډېرې خوشحالۍ نه وويل چې زمونږ ستر دُشمن عُمرا خان اوس زمونږ د ستر او خوږ دوست امير عبدالرحمان مېلمه شو. د دې نه دا خبره پهٔ ډاګه کيږي چې د عمرا خان خلاف کابل او هند سره يو ځای شوي وو او د هغهٔ د لوی پُښتونستان خوب يې پهٔ ګډه سره شنډ کړی ؤ. د دې سره سره ځایي ملکانو، نوابانو، د شا و خوا سيمې خانانو، پهٔ ځانګړې توګه د چترال مهتر امير المک، ځايي موليانو او سيدانو هم د پيرنګي ښه پهٔ کلکه دلالي کړې وه.

عمرا خان خپل زوی عبدالمتين خان پهٔ افغانستان کې ورزولو او بيرته يې دير ته راولېږلو خو نواب هغه ونيولو او د جندول سره نژدې يې د تور نومې ځای پهٔ قلا کې بندي کړو او بیا يې ووژلو.

اکبر سيال صېب وايي چې نواب د عبدالمتين خان نه دومره پهٔ یره کې ؤ چې درې مياشتې يې د هغهٔ پهٔ قبر څوکۍ ودرولې وه چې هسې نهٔ هغه چرته بيرته راپاڅي.
حضرت با چا خان رحمة الله عليه پهٔ خپل کتاب زما ژوند او جدو جهد کې پهٔ 179م مخ ليکي چې يو ځل پهٔ دير کې مونږ د شاهو بابا د زوي سره مېلمانهٔ وو، څوک چې د ترنګزو د حاجي صېب ماذون ؤ او هم هلته زمونو سره اشنا شوی ؤ. يوه شپه راپسې د نواب استازی صفدر خان راغلو چې نواب دې غواړي او هم اوس پهٔ دې شپه به راسره ځې. بابا واي چې زهٔ لاړم نو نواب زما پهٔ انتظار ؤ او نور څوک ورسره نهٔ وو. هغهٔ ما ته وويل چې ستا سياست او جد و جهد زما ډېر خوښ دی او تهٔ چې څهٔ وايې زما هم دغه ارزو ده او پټ پهٔ پټه د انګريز نه ډېره کرکه هم کوم خو ستا مرسته ځکه نهٔ شم کولی چې پيرنګي راته پهٔ سر مياں ګُلی(د سوات بادشاه) کښېنولی دی، کهٔ غږ کوم هغه را باندې را اچوي. کهٔ سبا د قام د مخې ستا د خبرو مخالفت وکړم نو تهٔ به رانه نهٔ خفه کېږې، زما پټه مرسته او د زړهٔ مينه به ستا سره وي. بابا وايي چې د نواب د ناستې ځای ته نژدې پهٔ يوه بالا خانه کې ما عبدالمتين خان وليدلو، د لرې نه مو دُعا سلام وشول.
عُمرا خان د څلور څلوېښت کالو پهٔ عُمر کې پهٔ افغانستان کې پهٔ حق ورسېدلو. د هغهٔ جنازې له امير عبدالرحمان او د افغانستان نور لوړ پوړي حکومتي چار واکي راغلل. حکومت يې پهٔ غم کې دوه ورځې رُخصتي(چوټي) اعلان کړه او د سردار بهادر خطاب ورکړی شو. او دغسې د ازادۍ او خپلواکۍ او لوی پُښتونستان دغه ستر مبارز او د پُښتون قام د سپېخلي او وياړلي تاريخ دغه ځلنده ستوری د تل لپاره پناه شو. مزار يې د افغانستان پهٔ مزار شريف کې دی. اروا يې ښاده او ياد يې تل.

مرسته:
1. Relief of Chitral and Chitral Campaign by Capt. J G Young Husband and Col. Francis Young Husband
2. The Story of the Malakand Field Force by Winston Churchill
3. د آزادۍ تحريک: ډاکټر وارث خان
4. زما ژوند او جدوجهد: با چا خان رحمة الله عليه
5. ګُمنام رياست: سليم شاهد
6. د انجنئير ضيافت علي صېب مقاله
7. Internet/Wikipedia
8. http://www.britishbattles.com/north-west-frontier-india/seige-relief-chitral.htm

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.