پینځه کاله روسته د تیراه کډوالو بیرته خپلو سیمو ته د ستنېدو هلې ځلې پېل کړي

 ټی این این د راپور په اساس د خېبرایجنسۍ تیراه وادۍ د خیربه سیمې نه کرمې ته کډوالو شوؤ متاثرینو د خپلې واپسۍ لپاره باقاعده هلې ځلې شروع کړي دي. دې لړ کښې دغه متاثرینو تیره ورځ د کرمې ایجنسې مخیزی سیمه کښې یوه جرګه کړې ده او وینا ئي وه چې کال دوه زره دیارلس نه راپدیخوا د بيکورۍ ژوند کوې ولې واپسۍ لپاره ئي تر دې دمه حکومت هیڅ ګام نه دی پورته کړی. دوې وئيلي چې سیمه کښې یو شمیر کورونه وسله والو لخوا سوزل شوي دي ولې علاقه دې ورته کلئير کولو سره د واپس تلو اجازت ورکړی شي او د شوې نقصانونو ازاله دې ورته اوشي. جرګه کښې موجود د ایم این ای الحاج شاه جي ګل سیکرټري عبدالواحد افریدي د دوې مسئلې اعلي چارواکو ته د رسولو باور ورکړی دی. جرګه کښې شریک فتح محمد نومې تن ټی این این ته اوویل” څه کورونه وسله والو وران کړي، څه فوځې اپریشن کښې او څه بارانونو کښې خراب شوې، پنځو کالو سره دلته په کنډرو کښې ژوند کوي، حکومت نه مو غوښتنه ده چې د نورو کډوالو په رنګ مونږ ته د پنځو کالو راشن راکړې، مالي مرستې راسره اوکړې او خپله علاقه دې راله آبادولو سره هغلته سکولونه، هسپتالونه او سړکونه هم جوړ کړي”د جرګې وروسته د متاثرینو مشرانو د خېبرایجنسۍ په پوله د پاک فوځ افسرانو سره هم ملاقات کړی دی او د زاړه میله او چپر کنډاؤ دوره ئي کړې ده. وروسته دوې د کرمې ایجنسې ایم این ای ساجد حسین طوري سره هم ملاقات کړی دی او خپلو مسئلو نه ئي خبر کړی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.