پیښور کښې درې پولیس ووژل شول

پښتونخوا مرکز پیښور ښار په چمکنی سیمه کښې چې د ډیروترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی نن له روژه ماتی وروسته په موټرسائیکل درې (۳)سپارو کسانو دپولیسو په ګاډې ډزو سره درې(۳) پولیس ووژل
وژل شوی پولیس عمر حیات، شاهد او انتخاب عالم نومیږی او دغه راز یو(۱) بل پولیس شیراز ژوبل شوی هم دی .
ویل کیږی  د پیښور پولیسو هم په  موټر سائیکل دریو(۳) سپارو وسله والو کسانو ډزې وکړې او یو(۱) کس یې ترې وواژه خو دوه(۲) نور په تښتې بریالی شول .
دپاکستان په اکثرو سیمو په تیره بیا سرحدی قبایلی  سیمو کښې دخلکو وژل او تښتول یوه(۱) عادی چاره ګرځیدلی ده او ټروریسټان په رڼا ورځ بم چاودنې او حملې کوی او بې ګناه خلک وژنی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.