پېښور کې د عوامی نېشنل پارټۍ مشر هارون بلور شهيد کړی شو ليکوال نیوز ډسک Last updated Jul 10, 2018 58 0 پېښور کې نن شپه ناوخته د عوامی نېشنل پارټۍ په يو پروګرام کې ځانمرګی بريد شوی چې پکې د عوامی نېشنل پارټۍ رهنما هارون بلور سره د دوه نورو کسانو شهيد شوی. هارون بلور د پېښور په يکه توت سيمه کې د پارټۍ په يو ميټنګ کې هغه محال په نخښه کړی شو چې کله هغه د خبرور کولو د پاره اسټيج پله روان وو. د هارون بلور کورنۍ د هغه د شهادت تصديق وکړو هارون بلور د پېښور پی کے 78 حلقې څخه د عوامی نېشنل پارټۍ کانديدټ وو. په دغه چاودنه کې د هارون بلور په ګډون دوه نور کسان هم شهيد شوي او يو شمير نور ژوبل شوي دي. ياده دې وي چې د بيرسټر هارون بلور پلار بشير بلور هم په پېښور کې په 22 اکتوبر کال 2012 کې په يو ځانمرګی بريد کې شوی وو. د پاکستان وزيراعظم ناصرالمالک د شوې پېښې سخته غندنه کړې ده. رپورټ: دی پشتون اېکسپرېس 0 58 شريک