پېښور کې په عيسويانو د امريکه پرضد احتجاجی لاريون شوی

پېښور کې عيسويانو د امريکه پرضد احتجاجی لاريون کړی دی, چې د پاکستان په اړه د ټرمپ د بيان غندنه يې کړې ده او دوي زياته کړې چې ټرمپ دې ترهګرۍ په جنګ کې د پاکستان د ولس د قربانيو ستاينه وکړي, پاکستان په دې جنګ کې تر ټولو ډېر ځپل شوې هيواد دی.

دوي پدغه موقع پوسټرې نيولې وې او د امريکه پرضد يې شغارونه و وئيل او زياته يې کړه مونږ د پاکستان د پاره هر رقم قربانۍ ته تيار يو.

ياد دې وي چې په پاکستان کې ټول اقليتونه لکه عيسويان, هندوان, سيکهايان, بده مت لارويان ډېر بد ژوند تيروي, دوي د تعصب او ظلم ښکار دي که هر څومره دوي هڅه وکړي چې ځان محب وطن پاکستانيان ثابت کړي خو د يو محصوص ټولنې د خلکو په نظر کې دوي کاپير دي او د دوي سره ناوړه چلند کوم مشکل نلري.

يو شمير خلک په دې نظر دي چې د عيسويانو پدغه تنظيم هم کيدای شي احتجاجی لاريون په زور کړل شوې وي, ځکه څه وخت هم دوي د مسلمانانو د قهر په ضد کې راتلی شي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.