ځنـــګلونه او دهغې ارزښـــــتونه // انجینر تهذیب الله مهذب

د لایزال رب د سترو نعمتونو او طبیعي منابعو څخه یو ځنګلونه دي.

ځنګلونه تجدید کیدونکي یا نوی کیدونکي طبیعي منابع دي چې خدای پاک موږ ته په وړیا توګه د طبیعي شتمني په عنوان په امانت ډول راکړي دي،ابدي او زوال نه منونکي ګڼل کیږي.

دغه طبیعي شتمني د ټولو نسلونو ګډ میراث دی او هیڅ نسل حق نه لري چې دغه طبیعي میراث له منځه یوسي،تخریب یې کړي او یا یوازې او یوازې په خپله نفعه او ګټه استعمال کړي،بلکې یواځي دا حق ورکړل شوی چې ددغې(پانګي)له ربحي څخه ګټه واخلي او اصل پانګه راتلونکو نسلونو ته ولیږدوي.

ځنګلونه د چاپیریال په ساتنه کې زیات ارزښت لري چې ځینې مهم ارزښتونه یې په لاندې ډول دي.

د ځنــــګلونو اقتـــــصادي ارزښـــت:

د ځنګلونو اقتصادي ارزښت په دې کې دی چې،ځنګل د هغه طبیعي زیرو له جملي څخه دی چې د ګټې اخیستني په صورت کې په بشپړه توګه له منځه نه ځي،بلکې بیا د تجدید وړ دی،دا په دې معنی ده چې کله هم د ځنکل څخه د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره ګټه اخیستل کیږي باید د ځنګل راتلونکی په پام کې ونیول شي،د ځنګل اقتصادي ارزښت په لاندې دري برخو کې خلاصه کوو.

1/لرګي
2/میوه
3/غوښه او نور تولیدات

الف/لرګي:لرګي یو له هغه لومړنیو او خامو موادو څخه دي چې لومړنیو انسانانو ترې ګټه اخیستي ده او په دې دومره قدامت او په اوسنۍ پیړۍ کې د تکنالوژۍ حیرانوونکو بدلولونو په پاملرني سره نه یوازي لرګیو خپل ارزښت او اهمیت ساتلی دی،بلکې نوی تخنیک ددې سبب شوی،چې په بیلابیلو صنایعو کې،لکه فایبر جوړولو،پنسل،اورلګیت،کاغذ جوړولو او داسې نورو شیانو کې یې د استعمال زیات موارد پیداکړې دي.

په افغانستان کې د لرګیو استعمال اهمیت د کورونو په جوړولو کې زیات دی،د افغانستان په سترو ښارونو کې په سلو کې اتیا کورونه له خټو(پسخه)خامو او پخو خښتو څخه جوړ شوې دي چې څتونه یې د لرګیو په تیرانو او تختو پوښل شوي،کړکۍ او دروازي یې له لرګیو څخه جوړي شوې دي.

ب/دمیوي تولید:د ځنګلونو څخه ډیرې میوي په لاس راځي چې د غذایې موادو په نوم ترې کار اخیستل کیږي،لکه جلغوزه،پسته،عناب،تور املوک،ګورګوري او داسې نور چې خاص اقتصادي اهمیت لري.

د پورتنیو میوو له جملي څخه په هیواد کې جلغوزه او پسته د یادولو وړ ده،چې هم په داخل او هم په بهرنیو هیوادونو کې په زړه پورې بازار لري چې له دې درکه یوه زیاته اندازه ګټه هیواد ته رسیږي او د هیواد په اقتصاد لوړولو کې ځانکړی رول لري.

ج/د غوښي تولید:

ځنګلونو څخه څلور ډوله غوښه په لاس راځي.
*دځمکې غوښي یا مرخیړي.
*د وحشي حیواناتو او الوتونکو ښکار.
*دکورنیو او اهلي حیواناتو.
*ماهي نیول.

د ځنــــــګلونو صحي ارزښــــــت:
ځنګلونه د انسانانو د سلامتۍ،تندرستۍ او جسمي روحي ارامتیا کې خورا زښت ارزښت لري ځکه چې ځنګلونه هوا تصفیه کوي مکروبونه جذبوي،او همدارنګه د هوا ترکیب اصلاح کوي.

په عمومي توګه ځنګلونه په دري ډوله سره هوا تصفیه کوي:
*د مضره ګازاتو ګرد او دوړو د جذبولو له امله.
*د ترسناکو او ویرونکو اوازونو د کمولو له امله.
*د تودوخي ددرجي د تغیر له امله.
ځنګلونه د طبیعي فلتر په ډول کار کوي یعنې هوا تصفیه کوي،ګرد غبار جذبوي مکروبونه هم جذبوي او لمنځه یې وړي.

په یو وخت کې کاربن دای اکساید ازادوي،یو هکتار ځنګل کولای شې پنځه دیرش ټنه ګرد غبار جذب کړي،همدا علت دی چې کله انسانان په ځنګلونو کې تګ راتګ کوي د هوا پاکي او نظافت احساسوي.

تجربو ښودلې ده چې هغه وګړي چې په ځنګلو او یا ځنګلونو ته نږدي سیمو کې ژوند کوي،جسماً او روحاً تکړه او تندرسته دي،نظر هغه کسانو ته چې په صنعتي مرکزونو او هوائي ډګرونو ته نږدي ژوند کوي.

همدارنګه ځنګلونه کولای شې چې د تودوخي درجي ته تغیر ورکړي یعنې د اوړي له ډیرې تودوخي او د ژمي له سختي یخنۍ څخه مخنیوی کوي،دا په دې معنی چې په ځنګلونو کې د شنو ونو، تاجونو او خاخونه کولای شي چې د لمر وړانګو د شدت مخنیوی وکړي او دځمکي مخ ته ونه رسیږي.
په همدي اساس ویلای شو چې هغه سیمه او ساحه چې په اوړي کې ډیره تودوخه لري کولای شو چې د ځنګلونو په جوړولو او د سیمي په شینوالي سره د تودوخي درجه کې د پام وړ تغیر راوړو.

همدارنګه ځنګلونه په یو هیواد او سیمه کې لا نور زیات ارزښتونه او اهمیتونه لري لکه د سیلابونو په مخنیوي کي،د وحشي ژویو لپاره پناه ځای جوړوي،د سون مواد برابرول،دچاپیریال موازنه ساتل او بالأخیره په ښکلا کې زیات اهمیت او ګټور دي.

ددې لپاره چې ښه ژوند،ښکلي هوا او ښه چاپیریال ولرو باید د ځنګلونو په کرلو او ساتنه کې خپل مسولیت ادا کړو.

لیـــکنه:انجینر تهذیب الله مهذب

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.