څنګه کولای شو خپل وزن کم کړو?

ډیری داسې وګړي شته چې د وزن بايللو لپاره هڅې کوي او پر ځان خورا زيات تکليفونه ګالي، خو پايله يې چندانې ښه او مثبته نه وي، ځکه دوی د موثر لارو او طریقو څخه ګټه نه اخلي.
 
که چېرې دوی موثرې او علمي طریقې پر ځان عملي کاندي، نو په لږ تکلیف او خورا آسانۍ سره به د وجود زیات وزن له لاسه ورکړي.
 
که زيات وزن درلودونکي اشخاص لاندې اته طريقې پر ځان عملي کړي، نو د خپل وجود اضافي وزن به ډېر  ژر و بایلي.
 
لومړی: سهار مو د لیمو په څښلو یا د ليمو په جوس خوړولو باندې پېل کړئ،  ډاکټرانو دغه طریقه د ګېډې او د بدن د نورو برخو د اضافه غوړ له منځه وړلو لپاره تر ټولو اسانه او مفیده طریقه بولي.
 
طريقه يې داسې ده چې معتدله اوبو کې یو څو دانې ليمو و زبېښۍ چې له حده زیات تریو نه شي او هر سهار یو ګلاس وڅښې، نو په پایله کې به ډېر ژر تاسو ته د دغې طريقې ګټه محسوس شي.
 
دویم: باید غذايي رژيم و نيسو او له زياتې مالګې، سپينو وریجو او سبوس لرونکو خوړو څخه ځان وژغورو، د وريجو پرځای غنم باب ته مخه کړو لکه، د جو ډوډۍ، سره ډوډۍ، او نور یعنی په غنم باب کې باید له غنم رنګه خوړو څخه ګټه واخلو او په وريجو کې له سپین رنګه وريجې ونه خورو.
 
درېيم: له قندي موادو ځان وژغورئ، شيريني او خوږو نوشابو څخه ځان ډډه وکړئ، په خواړو کې له زيات غوړ څخه پرهيز به مو صحت و ساتي، ځکه دا شان خواړه به ستاسو په بدن کې د اضافي وزن د پېدا کېدا لامل شي او په پایله کې به مو پر ګېډې بده اغېزه وکړي.
 
څلورم: که غواړئ ځان د ګېډې غټېدا له شر څخه وژغورې، نو هره ورځ له معمول حد څخه زيات اوبه و څښې، ځکه اوبه کولای شي ستاسو له بدن څخه اضافي مواد په ځانګړي توګه غوړ له منځه يوسي.
 
پنځم: هر سهار له دوو څخه تر درې دانو خامه هوګه و ژوې او د پاسه پرې يو ګيلاس د ليمو جوس وڅښې، نو دا به ستاسو د وزن کمولو لپاره تر ټولو بهترينه لاره وي او تاسو به يو په دوه وزن وبايلې او د وينې جريان به مو ورسره تېز شي.
 
شپږم: څومره چې کولای شئ  له غوښو ځان وساتئ او توجه مو د سبزيجاتو خوړو ته کړې، ځکه سبزيجات کولای شي تاسو له چاقۍ وژغوري.
 
اووم: سهار او مازديګر د يو قاب په اندازه تازه ميوه وخورې ميوه به تاسو له کمزورتيا وژغوري، ځکه د شرشارو طبیعي انرژيو او ويټامنو درلودونکي وي.
 
اتم: په خواړو کې مو د ليمو، نارنج، شنه او تور مرچو څخه زياته ګټه واخلئ، ځکه دا کولای شي په وينه کې د قندي موادو څخه مخنيوی وکړي.
 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.