څه ډول له خپل وخت نه سمه ګټه پورته کړو؟/احمدشاه راشد

ډیری داسې کسان خپل وخت همداسې تېروي؛ پرته له دې، چې د خپل وخت په هکله فکر او تصور وکړي او هغه په ښه توګه اداره او مدیریت کړي، ژوند کوي؛ پر ځای ده، چې د خپل وخت نه د ښې ګټې اخستو لپآره یو څه فکر وکړي او هغه په ښه توګه اداره کړي تر څو وخت یې ضایع نشي او له دې وخت نه په ښه توګه ګټه تر لاسه کړي، لاندې مشورې په نظر کې ونیسئ.

۱ـ د خپلو کارونو مهال وېش جوړ کړئ؛ په هغه کې مهم، لږ مهم او عادي کارونو په برخو یې ووېشئ.

۲ـ خپلې موخې واضح او د هغه د تر سره کېدو لپاره یې وخت مشخص کړئ او موخې باید د واقعیتونو پر بنسټ وټاکل شي.

۳ـ هیڅ کله په خپله نیولي تصمیم باندې بیا کتنه مه کوئ.

۴ـ د خپلو کارونو د تر سره کېدو سره لېوالتیا او مینه ولرئ.

۵ـ دا باید په ډاګه کړئ، چې بریالیتوب ځه؛ او خپلې لاسته راوړنې په خپله و ارزوئ.

۶ـ که په کارونو کې له ستونزو سره مخ شوی مه مایوسه کېږی؛ ځکه ارزښتمنې لاسته راوړنې همداسې وي؛ چې لوی بریالیتوبونه له زحمتونو او ستونزو سره مل وي.

۷ـ د خپلو امکاناتو او توان سره مطابق کار تر سره کړئ، کنه دا به په راتلونکې کې ستاسو نه د کارکولو توان واخلې.

۸ـ د نن ورځې په اخر کې د سبا ورځې کارونه مرور کړئ

۹ـ خپل کارونه وروسته له ښه غور نه؛ په صحیح او اغېزناکه توګه بل ته وسپارئ

۱۰ـ د لومړيتوب له مخې خپلې کړنې وټاکئ.

۱۱ـ خپل نفس باندې اعتماد رامنځته کړئ او خپل کارونه تر سره کړئ.

۱۲ـ ډېر کار په لږ وخت کې ترسره کړئ.

۱۳ـ د هرې ورځې په آخر کې خپل لست شوي کارونه له تر سره شویو کارونو سره پرتله کړئ.

په درناوي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.