څوک چې جنګ غواړی جنګ ته دې ولېږل شي، سلمان خان

د بالی ووډ ستوری سلمان خان د خپل نوی فلم ” ټيوب لايټ ” د تشهير په موقع و ويل کوم خلک چې د جنګ خبرې کوي په حقيقت کې دغه خلک د جنګ د پاره بارډر ته لېږل پکار دي، تر څو دوي و پوهيږي جنګ څومره زيانونه لري
د سلمان خان د بيان روسته په هندی رسنيو او سوشل ميډيا هم د دې بيان په اړه بحثونه روان دی
د سلمان خان نوی فلم ټيوب لايټ په ۱۹۶۲ کې د هند او چين ترمينځه شوي جنګ په اړه جوړ شوی
سلمان خان زياته کړه دغه فلم يې ځکه جوړ کړو چې خلکو ته معلومه شي د جنګونو څخه څومره جانی او مالی زيانونه رامينځته کيږي، ټيوب لايټ فلم هم په دې اړه دی چې جنګ دې ختم شي او زمونږ ځوانان دې خپلو کورونه ته لاړ شي.
په فلم کې د سلمان خان رور سهيل خان د فوجۍ رول لوبولی، سهيل خان په دغه موقع و وئيل جنګ هيڅکله د يوې مثلې حل نه دای، مثلې دې په خبرو حل کړی شي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.