چارسده کې د مدرسې ملا په ماشومانو د جنسي تيري په جرم ونيول شو

د خیبرپښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ په پړانګ سیمه کې پولیسو د قاري فیضل الله په نوم ملا نیولی چې د جماعت په مدرسه کې یې په ماشومانو جنسي تیری کولو.

د چارسدې ولسوالۍ د پولیسو یو مشر عرفان الله په وینا چې دغه ملا یې د یو ځانګړې عملیاتو په ترس کې داسې مهال نیولی چې د ګڼ شیر خلکو لخوا پولیسو ته شکایاتونه وشول.

مولانا فضل الله په خپله سیمه کې د جماعت په مدرسه کې ماشومانو ته اسلامي زده کړې ورکولې خو هر وخت به یې ماشومان په بیله بیلو طریقو په جنسي توګه زورول.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ هم په خطار هریپور کې د جماعت امام او د مدرسې دوه قاریانو په یوه لس کلنه ماشومه جنسي تیرۍ کړې وو.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان افغانستان او په خاص توګه په خیبر پښتونخوا کې هر کال په اسلامي مدرسو کې په زرګونو ماشومانو جنسي تیري کيږي خو ماشومان په خپل کور کې مور پلار ته حال نه وايي او دا هر څه په چوپه خوله برداشت کوي، چې له کبله یې ځني ماشومان اکثر خودکشیانې کوي.

که څوک هم غواړي ماشومان یې د دا رقم پیښو بچ پاتې شي نو اسلامي تعلیم دې ورته په کور کې ورکوي، او هيڅکله دې د یو ملا، امام، قاري په ږیره او اخلاقو دوکه نه خوري.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.