چهادرې ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د قاری خطاب په ګډون د نولس طالبانو کار ورخلاص کړی

دافغانستان د کندوز ولایت امنیتی چارواکی وایی چې په چهاردرې ولسوالۍ کې ١٩ طالبان وژل شوی او ١٤ نور ټپیان دی.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوی چې نن د وږی په ١٣مه د کندوز د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتی دفتر څخه رسنیو ته لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلی؛ چې امنیتی ځواکونو په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د چهاردرې ولسوالۍ په قصاب ها، سجانی ها او عیسى خېل کلیو کې عملیات کړی دی.

د سرچینې په حواله، په دغو عملیاتو کې ١٣ طالبان وژل شوی او اووه نور ټپیان دی، چې په وژل شوو کې د قاری هارون، قاری اسرا او حیات الله په نومونو د طالبانو ډلې مشران هم شامل دی.

دغه راز په اعلامیه کې راغلی؛ چې په یوه بله پېښه کې د طالبانو یو سرګروپ قاری خطاب له خپلو شپږو ساتونکو سره وژل شوى او شپږ کسه نور یې ټپیان دی.

سرچینه وایی چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللی دی.

 د طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.