چين: د افغانستان امنیت د چین او پاکستان دواړو په ګټه دی
د پاکستان خارجه وزیر بیجنګ ته په سفر کښې له خپل چیني همرتبه وانګ یي سره وکتل او د نړۍ د مهمو او وروستیو بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، له ترهګرۍ سره مبارزه او نړیوال مسائل په تیره بیا د افغانستان کړکیچ له وانګ یي سره د پاکستان د خارجه وزیر خواجه محمد آصف د ننی کتنې د بحث وړ بحثونه وو.
له دغې کتنې وروسته د چین خارجه وزیر په بیجنګ کښې یوه خبري ناسته کښې وویل: په افغانستان کښې د امنیت تامینیدل او د سولې ټینګښت د چین او پاکستان دواړو په ګټه دی.
هغه همداشان ټینګار وکړ چې چین د پاکستان د پرمختګ لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی.