چین د پاکستان څخه په افغانستان کې د جنګ ختمولو غوښتنه وکړه
د چین خارجه وزیر د افغانستان له ولسمشر او خپل پاکستانی هم څنګ سره په کتنه کې وویل هیواد یې له پاکستانه غواړی چی په افغانستان کی د جنګ د ختمولو لپاره عملی اقدام وکړی .
وانګ یې له اشرف غنی او شاه محمود قریشی سره په کتنه کې د سولې په بهیر کې پر طالبانو د اسلام اباد اغیز ته په اشارې سره وویل چین له پاکستانه غواړی چی له دغه اغیزه په استفادې سره په افغانستان کی د جنګ د ختمولو لپاره عملی اقدامات وکړی .
د چین خارجه وزیر ټینګار وکړ هیواد یې له بین الافغانی خبرو او د افغانانو په مالکیت او مشری د سولې له بهیره ملاتړ کوی .
د افغانستان ولسمشر هم په دغه کتنه کې د سولې لپاره د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په لړ کې د پیکنګ د ملګرتیا غوښتنه وکړه .