ډاکټرعبدالله عبدالله، افغانان ځوانان دې دیني زده کړې وکړي

د افغانستان د ملي وحدت د حکمت د اجرايي شورا مشر په راتلونکي کښې په خپل هیواد کښې د هندوستان د (دیوبند) مدرسو د یوې څانګې د جوړولو خبر ورکړ

ډاکټرعبدالله عبدالله نن په کابل کښې په یوه وینا کښې وویل: د پاکستان دیني مدرسې له افغان ځوانانو ناوړه استفاده کوي او د دې ستونزې د هواري لپاره باید په افغانستان کښې د هندوستان د دیوبند مدرسې یوه څانګه فعاله شي.

ډاکټرعبدالله عبدالله په افغانستان کښې د دیني مدرسو د ستونزو په هکله ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کښې دیني مدرسې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي شورا مشر زیاته کړه: له دې ستونزو سره د مقابلې لپاره ضروري ده چې په افغانستان کښې د دیوبند مدرسې یوه څانګه پرانیستله شي څو افغان ځوانان د دیني زده وکړې

ډاکټر عبدالله عبدالله دا بیان پداسې حال کې ورکړې چې افغانان په وس وخت کې د مدرسو نه ښې خاطرې نلري او مدرسې په هیواد کې روان جنګ تورنوي چې ځني مدرسې ځان مرګي چمتو کوي او طالبان ترهګر هم د مدرسو سرچینه اخلي

یاده دې وي چې د پاکستان یو شمیر مدرسې د افغانستان د مدرسو سره اړیکې لري دوي په ګډه ترهګر چمتو کوي او بیا پرې په افغانستان کې دولتي خلک وژني او دولتي ځایونه پرې په نخښه کوي

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.