ډیره اسمعیل خان کې پارېدلو خلکو د بجلۍ دفتر لوخړه کړې

 ډیره اسماعیل خان پنیاله سیمه کښې د بجلۍ لوډشیډنګ خلاف مظاهره کوونکو د واپډا دفتر ته اوور پورې کړي دي. مظاهرینو نن غرمه پنیاله کښې لوئي سړک څه وخت لپاره بند کړې وو او په جمع د واپډا په دفتر ورتلو سره ئي ورته اوور لګولې چې پکښې د واپډا چارواکو تر مخه قیمتې ریکارډ او نور سامان سوزیدلی. د مظاهرینو وینا وه چې شواروز کښې د سیمې لوډشیډنګ اتلس ګهنټو نه سیوا شوې ولې چې کله بجلې راشې نو وولټیج ئي کم وي او پکې پرې هم نه چلیږي، چې له وجې سختو ستونزو سره مخ دي. دوې زیاتوي چې د روژې میاشت ئي ټوله هم دا رنګ بغیر د بجلۍ نه تیره کړه ولې اختر په موقع پرې هم د لوډشیډنګ هم دغه شیډول برقرار ساتلې شوي دي. مظاهرینو په دې موقع د مولانا فضل الرحمان او ایم این ای داور کنډي خلاف نعرې هم وهلې چې د سیمې د اولس مشکلاتو ورته هیڅ احساس نشته. وروسته ډپټي کمشنر میا عادل اقبال، ډي پي او عبدالصبور او د واپډا چارواکو د مظاهرینو سره مذاکرات کړي او د لوډشیډنګ کمولو او کم وولټیج مسئلې ختمولو باور ورکړې ئي په کومه چې مظاهرچیان خواره شوي دي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.