ډین جونز د افغانستان د کرکټ لوبډلې د مشر روزنکي په توګه وګمارل شو

ډین جونز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزنکي په توګه په دنده وګمارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د اسټرالیا هیواد پخوانی لوبغاړی او د کرکټ پیژندل شوی مبصر ډین جونز د هانګ کانګ پر وړاندې د انټر کانټینینټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د ملي لوبډلې د لنډ مهاله مشر روزنکي په توګه وګماره.

ډین جونز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ښی لاسی توپوهونکی او سلو توپ اچونکی دی، چی د خپل هیواد لپاره یی د لیست ای او فرسټ کلاس لوبو ترڅنګ ۵۲ نړیوالې ټیسټ او ۱۶۴ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.
نوموړی ددې ترڅنګ چی یو ښه مبصر (کمنټیټر) دی، د روزنې په برخه کې د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې د مشر روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې په برخه کې د مشاور په توګه دنده ترسره کړی.

دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفر وروسته په اوږد مهاله تړون غور وکړي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.