ښځو سره ناوړه توپیري چلند/ شمله ناز

وحشت یوازې دا نه دی چې یو سړي/ښځې پسې برناق تومانچه راوباسه او ډز، ډز وې وله، بیا یې مړی بوجۍ کې واچوه او په سیند یې لاهو کړه، د وحشت یوه ډېره بې شرمه نمونه په لاندیني انځور کې هم شته، چې یوې معصومې نجلۍ ته یې په ډېرې سپین سترګۍ له شاتني سېټ نه لاس ور وړی او د هغې د لامس کولو ناکامه هڅه یې کړې ده.
ښځې چې د انساني او اسلامي ازادۍ او حقوقو چغې درته وهي؛ هغه ددې لپاره درته وهي چې ښځې ته یوازې د خپل وحشي هوس د تندې د سړولو نظر مه کوه، د یوې انسانې په سترګه ورته وګوره.
اخر دا دبې شرمۍ، پستۍ، مردم ازارۍ او وحشت کوم اوج دی چې په رڼا ورځ، په ډک ملي بس کې د ګڼو نارینه او ښځینه وو په مینځ کې د یوې ښځې د لامس کولو هڅه کېږي؟!
همدغه شاتني لاسونه چې دغې نجلۍ ته راتېر شوي، که دده له خور/لور سره چا هم دغسې بد عمل وکړ؛ مطمینه یم چې غوسه به یې دومره ورته راوپارېږي، چې که مجرم په لاس ورغی؛ په هماغه ساعت کې یې په ګوتو ساه/روح وباسي، د پښتو، عزت او حیا چغې به وهي، خو پردۍ تورسرې ته به په ډېره بې شرمۍ لاسونه ور وړي، هیڅ یې بیا نه پښتني او افغاني غیرت راپارېږي، نه اسلام ته ګوري، نه ورته ګناه ښکاري، نه د چا د حیا او عزت په کیسه کې وي او نه هم …
ستاسې له جملې به لا هم “ځینې” نارینه پدې معتقد وي چې په دې عکس کې هم جلۍ ملامته ده، ځکه چې ولې له نارینه و سره یوځای په موټر کې ناسته ده او یا یې ولې جامې ښکاري؟!
ځه دا یې ښځه پدې ملامته چې جامې یې ښکاري او یا بې برقع له کوره راوتې او نارینه و سره په یوه موټر کې ناسته ده.
ستاسې د ځینې نارینه و بیا هغه اسلامي عقیده څه شوه چې له هرچا نه ژر پرې سرونه بایلئ او جهاونه پرې کوئ، ایا ستاسې اسلام ددې اجازه درکوي چې داسې یوې پردۍ تورسرې ته له شانه لاس ور وړئ؟
پښتني او افغاني غیرت ددې ابجاب کوي چې په دغسې یو وحشت لاس پورې کړئ؟ موږ ولې هرځل ښځه محکوموو او په هره مسله کې یې ملامته بولو؟
زه باور لرم چې همدا ښځه چې ددغه وحشي دلاس عکسونه یې اخیستي؛ هم تاسې ته فاحشه او مرداره ښکاري، خو هیڅکله دغسې نه ده، وایي “چې تنګ شي؛ په جنګ شي” ښځه هم انسانه ده، ظریفه او لطیفه ده؛ همداسې یې حوصله هم انساني ده، ددغسې فاجعو په لیدو یې حوصله تنګېږي او بلاخره همدغسې یوه کار ته مجبورېږي.
که په رښتیا غواړو؛ ټولنه کې اصلاح راولو، اسانه لاره یې داده چې موږ تاسې هر یو تر خپل حده د ځان په جوړولو او اصلاح کولو کار وکړو، څومره فکر چې د بل ژوند ته کوو او د غیبونو په رابرسېره کولو یې خپل وخت ضایع کوو؛ که همدومره وخت د خپل ځان په اصلاح او جوړونه مصرف کړو، باوري یم چې ټولنه به په هماغه ساعت اصلاح شي او په فرهنګي لحاظ به د نورو حقونه هیڅکله پایمال نه کړو.

د یوې مهذبې ټولنې د رامینځته کېدو په هیله

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.