کابل په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس نلري، د پاکستان روستیو تورونو ته ځواب و ويل شو

افغان حکومت وایی، کابل د ترورېزم پرضد مبارزې ته ژمن دی. د حکومت اجرائیه ریاست د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د کورنیو چارو د وزیر هغه ادعاوې ردوی چې وایی، افغان حکومت د هغو تروریستی ډلو پرضد، چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوی، غوڅ اقدام نه دی کړی.

په پاکستان کې د جمعې په ورځ خونړیو بریدونو لسګونه کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

 په کوټه کې موټر بم انتحاری حمله، چې د معلوماتو په اساس ۱۳ تنه یې ووژل.

له دې حملو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه   وویل؛ هغه وخت رارسېدلی چې په تېره بیا افغانستان او نور ښکېل اړخونه په سیمه کې د ترورېزم پرضد اقدام وکړی.

د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان هم په یو جلا بیان کې وویل؛ چې افراطی ډلې له خپلو پټن ځایونو څخه چې په افغانستان کې دی، حملې کوی.

خو د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند،جاوید فیصل تېره شپه رسنیو ته وویل؛ چې کابل د ترورېزم پرضد مبارزې ته ژمن دی او زیاته یې کړه، افغان حکومت د تروریستی ډلو پرضد لازم اقدامات کړی، خو د ده په وینا د ترورېزم پرضد د مبارزې په برخه کې پاکستان باید نور اقدامات وکړی.

 فیصل وویل:«د افغانستان حکومت د ترورېزم ضد مبارزه کړې، خو پاکستان هغه هېواد دی چې د ترورېزم ملاتړ کوی، د افغانستان دا مبارزه په سیمه او نړۍ کې زیات پلویان لری چې د افغانستان د دریځ ملاتړ کوی، پاکستان هغه هېواد دی چې باید په دې برخه کې زیات کار وکړی

د پاکستان د لوی درستیز او د کورنیو چارو وزیر له خوا د ترورېزم پرضد په مبارزه کې د پاتې راتلو په هکله، پر افغانستان تورونه په داسې حال کې لګول کېږی، چې د جمعې په ورځ په کرمه ایجنسۍ کوټې او کراچۍ کې تروریستی حملو درانه تلفات واړول

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسی کړکېچ پراخ شوی چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د مینځګړتوب هڅې پیل کړې دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.