کابل کې د افغانستان سره د مرستې په پار د څلوېښتو هيوادونو ګډه غونډه پېل شوه
له افغانستان سره د مرسته کونکو څلوېښتو هېوادونو او نړیوالو ادارو د لوړ رتبه پلاو دریمه ګډه غونډه د کابل د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې شروع شوه.
د دغه غونډه چې په بروکسل کښې د تېر کال د موافقه لیک له مخې جوړه شوې ده، په تېرو دریو کلونو کښې د ملی وحدت د حکومت کارکردګی جاجوی او څیړی یې او د دغې څېړنې په بنیاد به مرسته کونکی هېوادونه په راتلونکو وختونو کښې خپلې مالی ژمنې تنظیم کړی.
د بروکسل یولسم کانفرنس د ټوکیو د ۲۰۱۲ کال د غونډې په لړ کښې جوړ شوے ؤ ، د ټوکیو په غونډه کښې دا فېصله شوې وه چې د نېټو غړی هېوادونه به تر ۲۰۱۶ کاله پورې له افغانستان سره هر کال څلور میلیارډ ډالره مرسته کوی.
خو په اوس حال کښې د نېټو غړیو هېوادونو او امریکې د یو لړ شرطونو په اېښودو سره تر ۲۰۲۰ کاله پورې افغانستان ته د درې میلیارډ ډالرو ورکول منلی دی.
په هغو شرطونو کښې چې د نېټو غړیو هېوادونو او امریکې د افغان حکومت لپاره ټاکلی دی په افغانستان کښې انتخاباتی اصلاحات، د سولې ټینګښت، له مالی فساد سره مبارزه او همدارنګ خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدنه شاملیږی